په فلمونو کې به مو لیدلي وي چې ډېر لوی غله او مجرمین یوازې د نقاب په اغوستو او یا هم ظاهري څېرې بدلولو سره په تېښته بریالي شي، خو نور دا کار ممکن نه دی.
د کیمبرج پوهنتون څېړونکیو داسې یوه اله جوړه کړې چې داسې خلک پرې ډېر په اسانه پېژندل کېږي.
د دې الې په وسیله ساختګي ږیره، ماسک، میکاپ او نور پېژندل کېږي او د شخص اصلي څېره بربنډوي.
دا اله د یوه کس اصلي ۱۴ مهمې ځانګړتیاوې روښانوي او بیا پولیس کولای شي ډېر په اسانه مجرم وپېژني.
سرخط ورځپاڼه