هغه ورځ لېرې نه ده چې اییرکنډېشن او هیټر په خپلو جامو کې درسره وګرځوئ چې په یخنۍ کې مو ګرم او په ګرمۍ کې مو یخ وساتئ، خو د ټیکنالوجي له ډګره تازه خبر دا دی چې امریکايي څېړونکیو داسې یو ساعت جوړ کړی چې په لاس کولو سره یې تاسې د یخنۍ پر مهال د ګرمۍ او د ګرمۍ په موسم کې د یخنۍ احساس درکوي.
څېړونکي وايي، د دې ساعت نوم یې اییرکون ايښی او په لاس کولو سره یې د مټ له لارې ټول بدن ته دا احساس ورکول کېږي.
څېړونکي وايي، په ساعت کې داسې اله شته چې له نبض سره په اړیکه کې کېږي او بیا سمدلاسه مغز ته فرمان ورکوي چې پر ټول بدن کوم احساس خپور کړي.
هغه کمپنۍ چې دا ساعت یې جوړ کړی وايي، د ساعت ټول کمال په پټۍ کې دی چې په هغې کې یوه وړه اله لګېدلې، کومه چې رګونو ته د یخنۍ او ګرمۍ د حرارت درجه لېږدوي.
د دې ساعت بیه ۷۵۵ ډالره ده او لا تر اوسه د افغانستان بازارونو ته نه دی راغلی.
سرخط ورځپاڼه