اوس به نو په سپوږمۍ کې هم انټرنيټ کار کوي

0 450

خبر به واست چې په سپوږمۍ کې څوک د ځمکې غوندې ازاده ساه نه‌شي اخيستای، خو ساينسپوهان اوس پر دې کار کوي چې په سپوږمۍ کې ۴جي انټرنيټ فعال کړي.
سپوږمۍ ته د انټرنيټ رسولو پر پروژه د جرمني موبايل نيټ‌ورک وډا فون او نوکيا کار کوي.
دوی به سپوږمۍ ته په لومړي ځل ۴۴جي پرمختللی انټرنيټ رسوي او بيا به له هغه ځايه د سپوږمۍ ایچ‌ډي ژوندۍ وېډيو خپروي.

وډا فون وايي، په دې پروژه کې به بېس سټېشن ۱۸۰۰ مېګاهرټز فرېکوينسي بېنډ وکاروي او د ۴جي انټرنيټ په زور به د ځمکې خلکو ته د سپوږمۍ د يوې ژورې کندې ژوندۍ وېډيو په لوړه کواليټي ورښکاره کړي.
موږ و تاسې به تر هغه وخته دا د اتصالاتو، روشن او سلام ضعيف انټرنيټ کاروو.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply