اوس نو په واټس اپ کې هم پر خپله خبره پښېمانېدای شئ

0 187

د ټولنیزو رسنیو په لړ کې یو مهم واټس اپ دی. واټس اپ نه یوازې دا چې خوندور اپلېکشنونه لري، بلکې خدمات یې هم غوره دي.
تازه دې کمپنۍ خپلو مشتریانو ته یو بل زېری ورکړی دی.
اوس تاسې کولای شئ چې په واټس اپ کې خپل لېږل شوی پیغام تر اوویا دقیقو وروسته هم بېرته ډیليټ یا حذف کړئ.

کمپنۍ وايي، په دې اړه پرېکړې ته رسېدلي او ژر به خپلو مشتریانو ته دا خدمات وړاندې کړي.
واټس اپ کمپنۍ لیکي، یو شمېر کسان په ناپامۍ نورو ته پیغام لېږي او یا هم یو شمېر مهم مالومات وي چې باید ژر پاک شي، نو له همدې کبله یې دا نوی فیچر خپلو مینه‌والو ته چمتو کړی دی.

دا فیچر حذف د هر یوه له‌پاره یا ډیلیټ فار ایوري ون نومېږي او تر ۶۸ دقیقو او ۱۶ ثانیو پورې تاسې کولای شئ چې خپل پیغام له همدې لارې له‌منځه یوسئ.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply