د افغانستان په اړه د ضمیر کابلوف مرکه

ژباړن: ډاکټر شیر حسن حسن

1,232

ضمیر کابلوف:

«په افغانستان کې وضعیت تر هغه هم خراب دی چې ملګرو ملتونو يې يادونه کړې ده»

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له RBC تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې د طالبانو د واکمنۍ لومړنۍ پایلې، د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو او د روسیې او ملګرو ملتونو د ترهګرو له لېست څخه د هغوی ایستل ارزولي دي.
پوښتنه – له افغانستان څخه د امریکا له وتلوڅه دپاسه پنځه میاشتې تیرې شوې او هلته د طالبانو استازي (په روسیه کې منع شوي ترهګر سازمان) واک ته ورسیدل. ملګرو ملتونو د انساني ژوند، د بیکارۍ د ودې او په بشري مرستو پورې د هیواد د تړل کېدو په باب د ډراماتیک وضعیت یادونه کړې ده. ایا د حالاتو په اړه ستاسو ارزونه د ملګرو ملتونو له ارزونو سره توپیر لري؟
ځواب – نه، توپير نه لري. زه فکر کوم چې د ملګرو ملتونو ارزونه تر يو بريده نرمه او ساده شوې ده. په افغانستان کې وضعیت تر هغه هم خراب دی چې ملګرو ملتونو يې يادونه کړې ده. موږ په دې اړه په تیرو میاشتو کې څو ځله نه یوازې ستاسو د تلویزیوني چینل سره، بلکې د نورو شبکو سره موهم خبرې کړې دي . دغه يو دردونکی مثال يې غوره بیلګه ده. د یوه نړیوال سازمان په حواله تېره اوونۍ په افغانستان کې ۱۳۵ ماشومان له لوږې مړه شوي دي. البته ، دا پوره او ډاډمن معلومات نه دي، خو په ساده ډول نور بشپړ او کره معلومات شتون نلري. زما په اند دا مثال د بل هر څه په پرتله د وضعیت خورا روښانه څرګندوی دی .
پوښتنه – د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور وايي، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د تېر حکومت شاوخوا سل پلويان وژلي دي. طالبان پخپله دغه شمېره ردوي، خو د انتقامي وژنو احتمال نه ردوي. ایا مسکو د یو يا بل اړخ د دریځ په دفاع کې کوم معلومات لري؟
ځواب – موږ په دې قضیه کې د يو يا بل اړخ د مدافعینو یا مخالفانو په توګه عمل نه کوو. موږ داسې معلومات اوریدلي دي، خو موږ د خپلو سرچینو له لارې د دغو معلوماتو د کره کولو فرصت نلرو. موږ اوس د روانې کورنۍ جګړې په اړه خبرې کوو، له بده مرغه دا ډول شیان هلته پیښیږي. زه نشم کولی دغه معلومات تایید یا رد کړم.
پوښتنه – طالبانو یو لړ ژمنې کړې وې، له هغه جملې څخه – د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی، ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول، ژورنالیستانو ته پر چارواکو باندې د نیوکو تر بريده د کار کولو اجازه ورکول شامل دي. تر اوسه پورې له دې جملې څخه هیڅ هم نه دي عملي شوي. ستاسو په اند، ایا دا ممکنه ده چې له طالبانو سره د یوې موافقې پر بنياد د حکومت پر څرګندونو تکیه وشي او ډاډه اوسئ چې پر خپلو ژمنو به ودرېږي؟
ځواب – له دې ځايه به يې پیل کړو، چې طالبانو د نشه يي توکو د قاچاق د له منځه وړلو ژمنه نه ده کړې، ځکه دا ناشونې ده. ټوله نړۍ له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د مخدره توکو له قاچاق سره مبارزه کوي – پایله یې څرګنده ده. هغوی د مخددره توکو په وړاندې د مبارزې ژمنه کړې ده. دا لومړۍ خبره ده. دوهم داچې موږ له طالبانو سره د کوم تړون تر سره کولو پلان نه لرو. ستاسو خبره له يوه اړخه سمه ده او هغه داچې ، دا ټولې ژمنې که پوره کېدونکې هم دي د پوره کیدو بهير يې خورا ورو دي. له یوې خوا طالبانو په حقیقت کې له موږ او نورو بهرنیو استازو سره په تماس کې ژمنه کړې چې د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه به په اساسي توګه د دیني عقایدو او افکارو پر بنسټ ګړندۍ کوي. خو د امريکا او لويديځ پاليسۍ د افغانستان ملي مالي سرچينې بندې کړې، د هېواد بانکي سيستم يې دSWIFT له لارې بندکړ، چې عادي افغانانو ته يې هم د پيسو لېږد ناشونى کړى دى. د ملګرو ملتونو په ګډون د نورو نړيوالو سازمانونو يادونه به لا نه کوو. دې کار پر خلکو داسې حالت راوستی دی چې د عاید سرچینې شتون نلري. له همدې امله، امریکایان او ټول لویدیځوال، غواړي يا نه غواړي، پخپله د مخدره توکو تولید ته لارهواروي، ځکه چې دا تقریبا د عاید یوازینۍ سرچینه ده. زموږ ليد باید په دې اړه روښانه وي. په دې برخه کې هر ډول دوه مخي نامناسبه ده. د نورو بشري مسايلو په باب، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، په دې برخه کې ډیر ورو مګر بیا هم یو څه تر سره کيږي . بل لور ته په افغانستان کې په ژمي ښوونځي نه توديږي، په ژمي کې رخصتي ده، نو ښوونځي دکال په پسرلي کې پیل کیږي. ما پرون یو خبر ولوست چې پوهنتونونه به د فبروري په ۲ پیل شي. د نجونو لوړې زده کړې به هم پيل شي خو ټولګي به يې له هلکانو جلا وي. نو وبه ګورو. دا، البته که څه هم کوچنی دی، مګر بيا هم يو پرمختګ دی. موږ پرون ویل چې طالبان باید په دې واقعیتونو باندې حساب وکړي، اړتیا ده چې په هیواد کې داسې شرایط رامنځته شي چې د اکثرو اتباعو لپاره عادي وي. خو دا په چټکۍ سره نه تر سره کيږي.
پوښتنه – تاسو د حسابونو د کنګل کولو یادونه وکړه. ایا پدې مسله کې کوم پرمختګ شتون لري؟
ځواب – هیڅ لوی حرکت نشته. په ځینو برخو کې امریکایان ځینې پیسې خوشې کوي، په داسې حال کې چې دوی په کابل کې د طالبانو ادارې ته شرایط وړاندې کوي، ترڅو د افغانستان مرکزي بانک د حکومت له کنټرول څخه وویستل شي. مګر دا د تسلیمۍ غوښتنې دي، داسې نه کیږي، امریکایانو هېر کړي چې د افغانستان جګړه یې بایللې ده، نه برعکس. له دې امله، د تسلیمۍ شرایط ټاګل د دوی حق نه دی. او دا د هر هیواد لپاره سپکاوی دی چې مرکزي بانک د کوم بهرني دولت تر کنټرول لاندې وي، نو طالبان دا ردوي. که مرکزي بانک خپلواک وي، چې د امریکایانو تر کنټرول لاندې نه وي، نو دوی به فکر وکړي ( البته په دې هکله لا تر اوسه کومه ژمنه نه ده شوې) چې څنګه په مجموعي ډول ۹،۵ ميلیارده زيرمه شوي ډالر د خپلو حسابونو له لارې د بشري مرستو، معاشونو او ډیری نورو ژمنو لپاره وکاروي. ددغې پانګې یوه برخه خوشې شوې ده ، مګر دا په سمندر کې یو څاڅکی دی او په افغانستان کې بشري ناورین نه حلوي.
پوښتنه – د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي وېرشینین ویلي دي، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل ډېر وختي دی. څه بدلون بايد راشي چې مسکو خپل دریځ ته تغير ورکړي ؟
ځواب – هغه یوازینی کس نه دی چې دا یې وویلي دي. د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې ولسمشر دواړو په وار وار ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا یو لړ غوښتنې موجودې دي – لومړی د حکومت سیاسي – توکميز ټولشموليت دی . په حکومت کې د نورو قومونو استازي شته، خو دوی ټول د طالبانو د تحریک غړي دي. موږ د ځانګړو شخصیتونو نومونه نه اخلو، دوی يې باید پخپله وټاکي. دوهم، موږ له طالبانو تمه لرو چې د بشري حقونو اساسي معیارونه مراعات کړي. البته تر ټولو لومړی د ښځو، د کار کولو حقونه او نور عادي مدني حقونه دي. په عین حال کې، موږ بیا په دې مسله کې خپل روسي او بهرني تصورات نه تحمیلوو. افغانستان خپل کلتوري او مذهبي دودونه لري. په نورو مسلمانو هېوادونو او عربي هېوادونو کې هم ورته دودونه شته. دوی په یو يا بل ډول دا مسله حل او تنظیموي. لږترلږه د مثال په توګه، کيدی شي د نورو هیوادونو له تجربو استفاده وشي. کله چې په دې مسله کې یوازې حرکت نه، بلکې پرمختګ وشي، نو د نويو افغان چارواکو د رسمي پېژندنې لپاره به شرایط برابر شي.
پوښتنه – طالبانو تر اوسه د حکومت د ټولشموليت په اړه ډېر فعالیت نه دی ښودلی. دا ستونزه څنګه حل کیدی شي؟
ځواب – قناعت به ورکوو. زموږ له قناعت ورکولو او خبرو سربیره، د ژوند واقعیتونه هم وجود لري. طالبان که افغانستان ته په جدي توګه او د اوږدې مودې لپاره راغلي وي او غواړي چې په واک کې پاتې شي، باید د هیواد اداره وکړي، اود مادي سرچینو په نشتون کې، نه یوازې د بشري مرستو ، بلکې د ژوند د ټولو سکتورونو د پرمختګ او بیا رغولو لپاره له اقتصادي مرستو پرته به دا دولت بریالی نشي. نو دا فکتور باید په پام کې ونیول شي. که سالم تفکر او د ځان ساتنې احساس موجود وي، نو دوی به اړ کړي چې اړین ګامونه پورته کړي.
پوښتنه – ستاسو په اند، ایا د دې وخت رارسيدلی دی چې طالبان د هغو تروریستي سازمانونو له لیست څخه وایستل شي چې په روسیه کې منع شوي دي؟
ځواب – دلته زه غواړم روښانه کړم. هو، دغه وخت رارسېدلی دی. خو د روسیې فدراسیون د قوانينو له مخې یو شمیر مرحلې شتون لري او دغه پریکړه د روسیې ولسمشر کوي. زماپه شخصي نظر – هو، داسې شیبه را روانه ده. او په عین حال کې باید دا هم په پام کې ونیسو چې د طالبانو تحریک زموږ په هیواد کې تروریستي سازمان نه دی. که څه هم هر ځل چې اورم، ټولې رسنۍ په دې اړه خبرې کوي. هو، د هغو مشخصو کسانو لست شته چې د طالبانو له تحریک سره تړاو لري، او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ترهګرو په لست کې د شاملو کسانو په توګه پیژندل شوي دي.
پوښتنه – که د ملګرو ملتونو د لست په اړه خبرې وکړو، ایا ددې وخت راغلی دی چې طالبان له دغه لسته وایستل شي، او ايا روسیه چمتو ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي؟
ځواب – موږ په دې اړه په رسمي ډول یو ځل نه، بلکې څو ځله خبرې کړې دي، بې له شکه دغه شېبه رانږدې کېدونکې ده ، خو حل ته د نږدې کېدو لپاره يې سرعت او ځينو هغو ګامونو ته ضرورت دې چې مخکې مو يادونه وکړه. .
پوښتنه – په هر حال، آیا روسیه به په دې مسله کې له طالبانو سره مرسته وکړي، چې په ملګرو ملتونو کې دا ډول خبرې پیل کړي؟
ځواب – کله چې طالبان د نړیوالې ټولنې د دوو غوښتنو- (ټولشموله حکومت او اساسي بشري حقونه) د پوره کولو لپاره د قناعت وړ ګامونه پورته کړي، نو هو، البته .
پوښتنه – روسي چارواکو په بېلابېلو کچو ویلي چې افغانستان نه شي کيدی د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز بدل شي، خو په ورته وخت کې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو د ترهګرو سازمانونو په لېست کې دي. ایا تاسو کولی شئ تشریح کړئ چې موږ په افغانستان کې څوک ترهګر ګڼو، کومې ډلې؟
ځواب – طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې د هغو اعمالو له امله شامل شوي دي چې څه باندې شل کاله مخکې یې کړي دي. دا پریکړه هغه وخت شوې وه، او اوس موږ د دې پریکړې له پایلو سره مخامخ يو. د همدغو حالاتو له امله طالبان په دغه لېست کې وو او پاتې دي. که څه هم په دې موده کې ژوند په ټپه ولاړ نه و، طالبانو ډېر مهم شیان درک کړل، هغوی د یوه نړیوال جهادي سازمان له دريځه ووتل او په خالصه کورنۍ اجنډا بوخت شول. په دې اړه چې څوک [ترهګر دی]، هو، له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو وروسته رامنځ ته شوي وضعیت دنورو ډیرو خطرناکو ګروپونو د فعاليدو لپاره مناسب شرایط رامنځ ته کړل . په حقیقت کې د نړیوالو تروریستي سازمانونو په لیست کې په لومړي ځای کې داعش (په روسیه کې منع شوې ترهګره ډله – RBC) او نيم درجن نورې کوچنۍ ډلې دي چې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په توګه په افغانستان کې فعالیت کوي.
خود پخواني افغان حکومت او امریکایانو برعکس چې وتښتېدل، طالبان په رښتیا هم له داعش سره په جګړه کې دي او د پام وړ قرباني ورکوي . ولې د بودیجې په نشتوالي کې، کله چې د دوی خپلې پانګې په بهرنیو بانکونو کې کنګل دي، دوی حتی نه شي کولی خپل نظامي پرسونل ته معاشونه ورکړي .له دې څخه بیاهم دوه ګونی معیارونه او منافقت ښکاره دی. که څوک وغواړي چې طالبان په بریالیتوب سره خطرناکې نړیوالې ترهګرې ډلې وځپي، نو اړینه ده چې دوی ته دا ډول فرصت ورکړي او د دوی اړوند ظرفیتونه پیاوړي کړي.
پوښتنه – په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د مخ په زیاتیدونکي ګواښ او د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو په اړه ډیرې خبرې کېږي. دا وضعیت څومره خطرناک دی او په دې پس منظر کې ددغه هیواد د بې ثباتۍ څومره خطر موجود وي؟
ځواب – ما دمخه په تیر ځواب کې هم د دغو نښتو په اړه وویل، دوی په رښتينې معنی جګړه کوي. په دې کې هیڅ کوم خطر نشته، دا یو مثبت بهير دی . دلته یو بل ټکی چې زه غواړم پام ورته راواړوم : طالبان په یوازې ځان د دې نړیوالو تروریستي سازمانونو د فعالیتونو د پراختیا مخه نیسي چې په ځانګړې توګه د افغانستان شمالي ګاونډیان ګواښي. برسېره پر دې، زموږ په برداشت د پوهېدو وړ ده چې متحده ایالات له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د خپګان په حالت کې دی،هغوی د غچ اخیستنې فکر کوي . دوی په هره ممکنه لاره هڅه کوي چې د طالبانو د مخالفینو ملاتړ وکړي، هغوی ته وسلې او د طالبانو پر وړاندې د جګړې ځواک ورکړي. په بل عبارت، دوی اراده لري چې په خالص توکمیز بنسټ د کورنۍ جګړې د بیا پیل لپاره سپانسر شي. داحالت خطرناک دی.
پوښتنه- دا ډول سناریو څومره امکان لري؟
ځواب- دا سناریو لا دمخه کار کوي، مګر طالبان یې مخه نيسي او خنثی کوي يې .
پوښتنه – نو تاسو د نوې کورنۍ جګړې احتمال نه ردوئ؟
ځواب – زه په فرضي ډول د سولې یا نوې کورنۍ جګړې امکان نه ردوم . دا به په ځانګړو قضیو پورې اړه ولري، نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په بهرنیو لوبغاړو هم. ما له دوی څخه د يوه یادونه وکړه. امریکایان اوس هم په همدې هیله د افغانستان ګاونډیان ویروي چې د خپلو خدماتو او شرطونو د وړاندې کولو لپاره د دغو هیوادونو په خاوره کې اډې ولري.
پوښتنه – تاجکستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره پر پوله د سپرسيمې (buffer zone) د جوړولو غوښتنه وکړه. ایا مسکو دا ډول وړاندیزونه توجیه ګڼي؟ ایا تاسو د افغانستان د وضعیت په تړاو د روسیې د امنیت د ټینګښت اړتیا وینئ؟
ځواب – لومړی، د کوم ډول بوفر زون په اړه خبرې کوو – په افغانستان کې دننه او که په تاجکستان کې دننه؟ تر هغه ځایه چې زه پوهیږم تاجکستان ته په دې برخه کې د اندیښنې لپاره هیڅ ضرورت نشته – د روسیې ۲۰۱ پوځي اډه په هغه هیواد کې موقعیت لري. موږ د ډله اييزې دفاع په چوکاټ کې په دوه اړخیزه توګه فعاله همکاري لرو. له دې نظره هلته هر څه ثابت دي. د بوفر زون څه معنی لري؟ که ددې معنی دا وی چې په افغانستان کې دننه خلک په وسلو سمبال کړي، تر څو یو له بل سره جګړې ته دوام ورکړي؟ زه فکر نه کوم چې دابه زموږ اوږدمهاله ګټو ته ځواب ووايي.
پوښتنه – ايا اوس له افغانستان څخه روسيې ته د وسله والو د نفوذ خطر شته؟ البته په دې وروستیو کې د قزاقستان ولسمشر تکایف ویلي وو چې هلته د جنورۍ د میاشتې په پیښو کې له افغانستان څخه وسله والو برخه اخیستې وه.
ځواب – دا ډول خطر تل شتون لري، مګر زه یې له مبالغې سره موافق نه يم. موږ لا تر اوسه په قزاقستان کې د جنوري د پیښو د لاملونو په اړه د هغه هيواد د چارواکو د تحقیقاتو په پایلو نه پوهیږو. البته، ولسمشر تکایف شاید په حقه وي کله چې هغه وايي چې له افغانستان څخه جنګیالي راغلي دي. خو دغه جنګيالي قزاقستان ته په همدغه مهال نه دي ننوتلي. لکه څنګه چې موږ مخکې پوهیدو او اټکل مو کاوه، کله چې امريکايان له افغانستانه ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، ډیری افغانان له افغانستان څخه وتښتیدل، له هماغې ډلې يوشمېر د قزاقستان په جنوب کې ځای پرځای شوي دي. هو،ښايي دوی د جنوري په پېښو کې ښکېل شوي وي. دا یو مناسب فرصت و، حتی ښايي د خود غرضونودلایلو له مخې هم داسې شوې وي . خو غوره به وي چې د قزاقستان د چارواکو د رسمي څېړنو پایلو ته منتظر شو.
پوښتنه – تاسو په کابل کې د فبرورۍ تر پایه د پراخې شوې “ترویکا” غونډې د احتمال په اړه خبرې وکړې. که ووایاست چې کوم موضوعات په اجنډا کې شامل دي؟
ځواب – اصلي موضوع د ټول شمولیت ډاډمن کول دي. په هغه څه به بحث وشي چې موږ له تاسو سره لږ مخکې خبرې ورباندې وکړې، مګر په ډیرو مفصلو او دقیقو عباراتو کې. تر دې دمه موږ د کرونا د محدودیتونو له امله یو څه شاته پاتې یو، خو په هر صورت موږ په لنډ وخت کې په کابل کې ددغې غونډې پلان لرو. ، موږ به د دې غونډې په درشل کې د نورو اړیکو لپاره فرصت ولرو.
پوښتنه – په دغه فارمات کې د هند او ایران لپاره د یوځای کیدو امکانات څه دي؟
ځواب – ایران دا ډول بلنه لري، خو د اوس لپاره یې له منلو انکار کوي، ځکه نه غواړي له امریکا سره په ورته فارمات کې برخه واخلي. هغه څه چې په هند پورې اړه لري، موږ موافق يو، مګر نور شریکان اعتراض لري، چې زه نه غواړم مشخص يې کړم، په داسې حال کې چې زموږ ټولې پریکړې د ټولو په اتفاق ترسره کیږي.
پوښتنه – که وواياست چې په افغانستان کې د روسیې د سفارت کار څنګه دی؟
ځواب – زموږ سفارت د معمول په توګه کار کوي، او زه باید ټینګار وکړم چې ډير ښه کار کوي. ټول همکاران په خپل مسؤلیت ښه پوهیږي، هغوی په نويو شرایطو کې هيڅ وارخطا نه شول، چټکتیا یې زیاته کړه، د سیمه ایزو چارواکو سره یې دایمي او باوري اړیکې جوړې کړې، د دوی ملاتړ یې وکړ او د نورو افغانانو سره چې دوی لاسرسی ورته لری هم ښې اړيکې پالي. له همدې امله، موږ په سفارت کې د خپلو همکارانو په وړاندې هیڅ پوښتنه نه لرو.
پوښتنه – ایا تاسو له افغانستان څخه د وتلو لپاره نویو الوتنو ته اړتیا وینئ؟ او ایا روسیه داسې پلان لري؟
ځواب – نه. موږ تر اوسه داسې الوتنې نه پلانوو. مګر دا به په وضعیت او ضرورت پورې اړه ولري. تر هغه ځایه چې سفارت موږ ته خبر راکوي، دا مهال ورته اړتیا نشته. موږ په کافي اندازه خلک وايستل ، او تر دې دمه دا کفايت کوي .
— روسیه افغانستان ته څه ډول بشري مرستې چمتو کوي او د بشري مرستود کارګو نوې محموله کله ټاکل کیږي؟
– زه به یې تکرار نه کړم . تاسو يې تعقیب کړئ، دا ډول مرستې دمخه تر سره شوي دي. د روسیې د ولسمشر په لارښوونه، د دفاع وزارت د بیړنیو حالاتو د وزارت په ګډون، په څه کم دوو اونیو کې نهه الوتکې واستولې . په ورته وخت کې زموږ چینايي او پاکستاني ملګري هم ورته مرستې کوي، هندیانو هم ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې، چې لاتر او په لاره ده. په اوس وخت کې، د روسیې مشرتابه زموږ لپاره دا ډول دنده نه ده ټاکلې. مګر موږ پوهیږو چې دا پوښتنه به حتما د هغه شرایطو له امله رامینځته شي له کومو چې موږ مخکې خبرې پيل کړې.
– او یوه کوچنۍشخصي پوښتنه. تاسو ډیر کلونه په افغانستان مصروف یاست. ایا تاسو لیوال نه یاست چې ځان په بل لوري کې ووينئ یا په بهر کې د روسیې د ديپلوماتیک ماموریت مشري وکړئ، یا په هر صورت افغانستان ستاسو مسلک او تخصص دی؟
– ما ته دا ډول وړاندیزونه شوي دي ، خو ما له افغانستان سره کار غوره ګڼلی دی. لومړی، زما د مشرتابه په نظر د شرايطو او کار تقاضا همداسې وه. دوهم، زه علاقه لرم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.