استاد ګل زمان؛ د پښتو موسیقي بابا

0 667

د پښتو د موسیقي وتلي سندرغاړي استاد ګل زمان ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د پښتو موسیقي د بابا لقب ورکړل شو.

پرون په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د افغانستان د موسیقي د یو شمېر هنرمندانو د ستایلو په موخه غونډه ترسره شوه، چې د پښتو ژبې مشهور او وتلي هنرمند، استاد ګل زمان ته د پښتو موسیقي د بابا او استاد صفدر توکلي ته د دمبورې د سلطان لقب ورکړل شو.
باید یاده شي، چې د استاد ګلزمان  هنري ژوند تر نیمې پېړۍ اوړي او شاوخوا ۱۷ سوه هنري کمپوزونه یې کړي، چې تر دې وړاندې ورته د اطلاعات او کلتور وزارت د استادي لقب ورکړی و.

Leave A Reply