د عبدالله مقري مړینه

پوهندوی آصف بهاند

946

د افغانستان او افغانانو

د دردونو او ټپونو غږ غلی شو

(د عبدالله مقري مړینه)

«د وطن سوی لوی بلبل» عبدالله مقری

د زمانو سندر غاړي عبدالله مقری ټول عمر د وطن او خلکو د دردنو او ټپونو نارې تر خپلو هېوادوالو پورې ورسولې او د خلکو د زړونو د یو رسا غږ په توگه، مستقیم او رسا له خلکو سره د خپل هنر په وسیله ودرید، د شعر او موسیقي په ژبه یې د خلکو او وطن غږ داسې جگ کړ چې په اورېدلو یې د هرچا له سترگو څخه اوښکې بهېدې. دی هم په هېواد کې دننه او هم په بهر کې د یو بلبل په توگه وچغید او د عمر تر پایه له وطن سره د مینې پر هوډ باندې ټینگ ودرېد او له خلکو سره پاتې شو.

عبدالله مقری د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېـږېدلی، سندرې ویل یې په ۱۳۵۷ ــ ۱۳۵۸ کال پیل کړې دي. په لومړي سر کې یې کورنۍ له سندرو ویلو سره مخالفت کاوه، خو له دې مخالفت سره ـ سره ده د سندرو لاره پرېنښوده.

عبدالله مقري د حماسي او وطني سندرو د ویلو له امله ډېـر شهرت ترلاسه کړ. د خپل هنري فعالیت په ترڅ کې یې په سلگونو سندرې ویلي او خپلو مینوالو له پاره یې خپرې کړې دي.

د عبدالله مقري زوی میرخان ویلي دي چې:

«… مقري صاحب ۶۸ کاله ژوند او شاوخوا ۴۰ کاله يې موسيقي وکړه. د هغه د سندرو مهم پيغام د پښتنو ورورګلوي او يووالی وو. پلار به مې اکثره ويل چې پښتنو ته هره ورځ په خپلو سندرو کې نصيحت کوي خو هغوی مې بيا يوازې د يوه ښه سندرغاړي په توګه يادوي.”

عبدالله مقری د غزني ولايت د مقر په کوچالو کلي کې زېـږېدلی وو. ځوان وو چې کابل ته ولاړ او هم هلته يې زده کړې وکړې او شاعري يې هم کوله خو د مير خان په وينا، هغه مهال کوم سندرغاړي د ده شعر ويلو ته زړه نه ښه کاوه او علت يې دا وو چې په شعر کې يې د وطن خبرې وې…»

دا د هغو شعرونو ځینې بیتونه دي چې عبدالله مقري زمزمه کړي دي:

«مرګیه لري رانه ګرځه

ژبه مې مه تړه وطن پرې ی

«مسافر یم مجبوري ده

د خیمې سیوري ته ناست یم»

«کله چي ځم بلي دنیا په لوري

سترګي به زما وي اشنا ستا په لوري

وروستي دیدن ته مي اشنا راسه

چي پاتې نه سې خامخا راسه»

«زه وطن یم زه يې مور یم هره ورځ مې خرڅوي

زما نااهله بچیان ګوره لا مې نوره شرموي»

«په وینورنګ شوې کابل جان کابله!

افسوس افسوس ارمان ارمان کابله !

ستا پر حالت مې زړه سوځیږي ګوره

وس مې پر هیچانه رسیږي ګوره !»ادومه»

د خواله رسنیو کارن وايي چې عبدالله مقری د کورونا وبا په وجه مړ شوی دی، خو د بي بي سي پښتو په رپوت کې راغلي چې: د هېواد مشهور سندرغاړی عبدالله مقری د زړه حملې له امله وفات شو. د بي بي سي پښتو په رپوټ کې داسې راغلي دي:

د افغانستان د موسیقۍ وتلې څېره سندغاړی عبدالله مقری چې له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و، نن وفات شوی دی.

د عبدالله مقري زوی میرخان د خپل پلار د مړینې خبر پر فیسبوک پاڼه خپور کړ او هغه یې د افغانستان د موسیقۍ او د خلکو د دردونو غږ یاد کړ.

د عبدالله مقري زوی میرخان بي بي سي ته وویل، پلار یې د زړه ناروغي لرله او له ۱۷ ورځو راهیسې یې روغتیایي حالت ښه نه و، خو لس ورځې کېدې چې کابل کې یو شخصي روغتون کې بستر و او نن سهار یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

میرخان وایي، پلار یې د هېواد د حماسي سندرو، ملي ترانو، فولکلور او هېواد پالنې د سرلاري او ملي شخصیت مقام خپل کړی وو، تګ یې لویه ضایعه ده.

د هېواد ددغه حماسي سندرغاړي په مرګ پر خواله رسنیو ډېرو خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د افغانستان د موسیقۍ په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال پر خپله فیسبوک پاڼه د عبدالله مقري پر مرګ خواشیني ښودلې هغه یې ستایلې او یو هېواد دوست انسان یې بللی دی .

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال هارون حکیمي هم پر فیسبوک لیکلي، عبد الله مقری زموږ د ریښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازی هنرمند و. د جګړې، ظلم، جهالت او افراطیت پر وړاندې واضح دریځ او د بې وزلو وطن پالو او مسافرو د دردونو ژباړن انسان و.

څو ورځې وړاندې هم پر خواله رسنیود عبدالله مقري د مرګ خبرونه لاس په لاس کېدل خو زوی یې میر خان دغه خبرونه رد کړل او ویې ویل چې د پلار د روغتیا لپاره یې لاسونه لپه کړي تر څو روغ شي…»

دا لاندې د عبدالله مقري د زوی میرخان خپلې خبرې دي چې د خپل پلار د مړینې د خبر په ډول یې په خپله فیسبوک پاڼه کې خپرې کړې دي:«

انا لله و انا اليه راجعون

د هېواد وتلې څهره، نوميالی هنرمند او زما پلار عبدالله مقري نن د حق داعي ته لبيک ووايه!

اغاجانه که هر څو هڅې مو وکړې بیا هم ولاړې هه؟ بس چي ځې نو مونږ د خدای په کارونو کي ستا روح ته له دعا پرته نور څه کولای سو؟ موږ بې وسه یو. الله دی هغه دنیا درته ښایسته کړه.

غم دی ډېر دروند دي اغاجانه، په ملا دی غوټ مات کړم ته زما اتل زما د سر تاج او د دی غریب ملت د دردونو اواز وې.

ته نه هېریدونکی یې زما ویاړه!»

د وطن د «سوي لوي بلبل» د مړینې په مناسبت پوهاند ډوکتور محمد اسماعیل یون په خپله فیسبوک پاڼه کې د خپل سوي زړگي حال بیان کړی دی، که په ځیر سره ولوستل شي، کېدای شي چې د عبدالله مقري د شخصي او هنري ژوند په باب داسې حقایق په کې وي چې تر اوسه بل چا نه لیکلي دي او نه یې خپاره کړي دي. دا یې بشپړ متن دی:

«مقري صیب هم کډه بار کړه!

یادښت:  له هغه راهیسې چې مقری صیب په روغتون کې بستر و ، نو له میرویس مقري ( د مقري صیب زوی ) څخه مې وخت پر وخت د هغه د روغتیا احوال اخیسته، خو رغېدو ته یې هیله من وو، څو ورځې وړاندې یې د ډله ییزه رسنیو له لارې د مر ګ دردوونکی خبر نشر شو، ژر مې میرویس مقري ته زنګ وواهه ، متواتر زنګونه ، خو تلفون ځواب نه شو، درد او احساساتو راباندې غلبه وکړه ، په ناکنتروله او دردوونکي حالت کې مې لیکنه وکړه ، وروسته خبر راغی چې مقری صیب ژوندی دی، ما ویل شکر خدایه چې په غم کې د ې د خوښۍ خبر راکړ، میرویس ته مې بیا زنګ وواهه ، تلفون یې جګ کړ، ویې ویل پلار مې ژوندی دی، خو په ( ای، سي، یو) کې دی. پر سبا روغتون ته ورغلم ، میرویس ، بل ورور او خپلوان یې ټول د غم پر ټغر ناست وو، ورسره کېناستم، ما ویل څنګه دی استاد؟ میرویس له ډېره غمه ځمکه ګروله، ویل یون کاکا پلار مې لاړ ، پلار مې بیا نه راځي ، فقط پر  مصنوعي اکسیجن ژوندی دی…هغه نورې خبرې نه شوې کولی او ما هم د نورو پوښتنو لپاره څه نه لرل، ترپرونه پورې هم یوه څه هیله وه ، له میرویسه مې احوال اخیسته، خو نن یې بیا د مرګ خبر خپور شو، میرویس ته مې زنګ وواهه، هغه وویل : پلار مې لاړ کاکا، پلار مې لاړ…

په بېړه روغتون ته ورغلم ، شپږم پوړ ته ورپورته شوم ، ددې وطن سوی لوی بلبل يې په سپین کفن کې  تاو کړی و، له شپږم پوړه تر امبولانسه ورسره راکښته شولو، دی یې له ډاکټر هېلټ روغتون څخه د  شهید سردار محمدداودخان روغتون پر لوري روان کړ، تر هغه  مې امبولانس پورې کتل چې سترګو مې کار کاوه ، ورو ورو د موټرو په ګڼه ګوڼه کې خپل هنرمند ورور رانه پناه شو.

سبا به په دې نړۍ کې د ده د لیدو وروستۍ ورځ وي او نور به موږ خپل هنرمند د ابد لپاره نه شو کتلای..

دا هم زما هغه د تېرې اوونۍ لیکنه:

مقري  صیب هم کډه بار کړه،

انسان د خدای لویه ډالۍ ده ، ډېر پېچلی موجود دی، خدای پرې ډېر فکر او لګښت کړی، خو دا قیمتي ډالۍ کله کله داسې په اسانۍ له لاسه والوزي چې هېڅ اټکل یې نه کېږي .

څو ورځې مې زړه ډب ډب کاوه چې خدای مه کړه مقری صیب رانه لاړ نه شي.په زړه مې خوړلې وه ، هغه رانه لاړ ، بې خدای پامانۍ لاړ…

خلک به وايي چې مقری هنرمند و، سندرې یې ویلې ، پر زړه به یې هېڅ غم نه و، خو د هغه له زړه نه ډېر کم خلک خبر وو، زما دومره نږدې ملګری و چې د زړه یوه خبره یې هم رانه پټه نه وه، ډېره ځله یې د شپې نا وخته له ژوندون ټلوېزیونه تر کوره رسولی یم، د ځان په غم کې نه و ، ویل به یې د هنرمن قدر په پښتنو کې نشته ، که زه مړ هم شم نو څه ؟ خلک به وایي چې یو ډم مړ شو ، خو تا دې خدای راته ژوندی لري پر تا مې ډېر زړه ډاډه دی. هغه د ډېر لوړ سیاسي شعور خاوند و، په (۲۰۱۴) م کال ټاکنو کې راپسې راغی ، ورو یې غوږ کې راته وویل ، که د ورور خبره دې منې ، نو له ډاکټر غني څخه ټینګ ملاتړ وکړه ؛ د پښتنو لپاره ګوره دا وروستی چانس دی، بله لار نه لرو. تر ټاکنو دوه درې کلونه وروسته یې راته وویل سخته ناځواني یې درسره ونه کړه ؟ ما ویل یتیم په ژړا پوخ دی ، پروا نه کوي.

کله چې به په کابل کې و ، نو غلی به یې موټر کې کېنولم ، ویل به یې ځه چې غزنيچۍ شورا در باندې وخورم، ده به غوښه په خپلو ګوتو میده کوله او زما مخې ته به یې را ټېلوهله ، ما چې به په خوند ډوډۍ وخوړله ، نو دی به سخت خوشاله شو، د ده په لاس تیاره شوې ډوډۍ کې چې مې کوم خوند څکلی ، د شاهانو په ډوډۍ کې به نه و .

مقری صیب عادي سړی نه و، هغه د دې قوم یو لوی سیاسي سندرغاړی و ، د زړه له تله یې د دې وطن لپاره ملي سندرې وویلې ، کله به ما سره په سیاسي بحثونو کې ډېر تېز شو ، زه به پرې ډېر په قهر شوم خبره به راڅخه ترخه شوه، دی به رانږدې شو پر تندي به یې مچ کړم ، دغسې قصداً مې په قهر کولې چې خبرې درڅخه راوباسم، ډېر مینه ناک انسان و، اوس ځان ډېر ستړی او پښېمانه احساسوم چې ولې زه د ګل په شان یو انسان باندې د سیاسي خبرو له امله په قهر شوی یم . د هنرولۍ ، پښتونولۍ، مېلمه پالنې او ملتپالنې تر څنګ د مقري صیب یوه بله غټه ځانګړنه دا وه چې هغه ډېر پوخ معتقد ملسمان و، هغه د طالبۍ دوره هم تېره کړې وه، هر کله چې زه دوبۍ ته تللی یم ، نو مقري صیب مېلمه کړی او تر څنګ یې په مسجدونو هم ګرځولی یم ، یوه ورځ مو د ماسپښېن ، مازیګر ، ماښام او ماسخوتن لمونځونه په بېیلابېلو جوماتونو کې په جماعت سره ادا کړل، مقري صیب ته مې وویل : ته خو اوس هم پوره ملا یې هسې به خلک فکر کوي چې ته هنرمند یې ، راځه بېرته دا خپل کسب ونیسه ، غیر له هغې هم همد رواج دی چې په پښتني ټولنه کې څوک دیني علم یا طالبي په نیمه کې پرېږدي ، بیا سندرې شروع کړي ، تر یو څو مودې وروسته بېرته تبلیغي شي. دی په خندا شو ، ماته یې وویل پښتنو کې ملایان ډېر دي ، ما ویل راځه زه به ورته ډمګري شروع کړم که دوی چېرته لږ سړي شي. ما ویل ما باندې خو دې پر یوه ورځ دومره جوماتونه وکتل او په جماعت سره دې دومره لمونځونه راباندې وکړل چې د طالبانو د واک پر مهال هم خبره دومره ټینګه نه وه. خو بیا به هم خلک فکر کوي چې مقری … ده ویل ډم دی.

مقری صیب نو دومره خوږ انسان و چې هره خاطره یې یادوم ژړا راځینه.

یو ورځ ژوندون ټلوېزیون ته راغی ما ته یې وویل چې څنګه دې خوښه ده چې د اخر ځل لپاره پر دې پښتنو وګرځو او خپله غاړه پرې خلاصه کړو، يو غټ موټر ونیسو، له همدې هوتخېلو یې شروع کړو ، کلي پر کلي وګرځو ، زه خپله ارمونیه غاړه کې واچوم او په سندرو کې ورته دا پیغام ورسوم او ته په خپلو سیاسي خبرو کې چې د خدای په پار نور په خپلو کې سره یو شئ، جنګ بس کړئ، سړي شئ ، تعلیم ته مخه کړئ کنه والله په بالله چې غرق استئ او لاپسې غرقېږئ، که بیا و نه شول ، ما او تا خو به خپله غاړه پرې خلاصه کړي وي.

مقری صیب ټولنیزو ارزښتونو ته زیات ارزښت ورکاوه ، زما مېرمن ( ارین یون) ته یې زیات درناوی درلود، راته ویل به یې چې دا زما یوازینۍ غیرتي خور ده، دوبۍ کې یې موږ ته یو ډېره خوندوره افغاني ټيپ مېلمستیا کړې وه ، زما مېرمن ته یې پړونی سوغات کړ ، کله چې به کابل ته راغی ، نو خپلې خور ته به یې یو پړونی ډالۍ کړ، یوه ورځ زما مېرمن ورته مېملستیا وکړه ، کله چې ټلوېریون ته راغی ، نو ما ورته وویل ځه چې ځو کورته ؛ نن دې خور درته مېملستیا کړې ، سړي وویل زه خو نه ځم ، ما وویل ولې ؟  ده ویل هغه ټوله ورځ پارلمان کې  د هېواد پر سر خلکو سره دعوې ووهي، ستړې ستومانه راشي ، بیا دلته ماته ډوډۍ تیاره کړي دا ډوډۍ زما له ستوني تېرېږي ؟ چې هر څومره ټینګار مې وکړ سړی راسره لاړ نه شو. کله کله به یې په ټوکو ټو کې وویل خور مې تر تا ډېره تکړه ده ، پارلمان کې چې خبرې کوي زړه مې ورته دعا وکړي .

څوک به څه فکر کوي چې داسې یو ورور، یو عزیز ، یو خوږ ژبی بلبل او د هېواد یو خواخوږی نور د تل لپاره درڅخه جلا شي، ستا پر زړه او ضمیر به څه تېرېږي؟

کله چې به مو په مظاهرو کې د ده په غږ کې دا د ازادۍ خاوره دا د جګو غرو وطن ….. ځاله د بازانو ده ، دلته کې زمریان اوسي … ملي سندره اورېدله ، نو د وطن په مینه کې به داسې مست شولو چې پر ځان به نه پوهېدلو …

نه مقری مړ نه دی ، مقری ژوندی دی، ژوندی دی…»

په هر ډول چې وي، اوس ښاغلي مقری په فزیکي ډول له موږ سره نه شته، اوس هغه فرهنگي راپاتې کارونه دي چې موږ پرې غږېدلی شو چې ده د یو ځانگړي سبک په چوکاټ کې (سندرې او شعرونه) موږ ته او په موږ پسې نورو نسلونو ته پرې ایښي دي.

مقری په خلکو کې ډېر منلی او ښاغلی و، تر ټولو ستر دلیل یې دا و چې ده د خلکو د زړونو خبرې کولې، د ده په غږ کې د خلکو او وطن دردونه بیانېدل او ده په خپلو سندرو کې د خلکو غوښتنې بیانولې. دا لاندې لنډ متن وگورئ، په خلکو کې د ده د محبوبیت یو وړوکی مثال دی:«

2000م کال د مني موسم و. بي بي سي اعلان وکړ چي چهار شنبه د شپې په اته بجې له عبدالله مقري سره مرکه لري. ټول کلى د چهارشنبې په انتظار و چي د مقري صاحب مرکه واوري. اوس نو چهار شنبه نه راتله يو کال غوندي اوږده سوه. کله چي چهار شنبه سوه بيا ماښام نه راتلى. کله چي مرکه شروع سوه ټول ورته يو غوږ و. سهار په کلي کي هر خوا د مقري صاحب په مرکه تبصرې کېدې.

اللّٰه دي مل سه!»

د هنر په ډگر کې عبدالله مقري ډېرې لاسته راونې درلودې چې مثالونه یې سلگونو سندرو او شعرونو ته رسېـږي، په تېره د ده وطني سندرې. د ده د دومر لاسته راوړنو یو ډېر اوچه مثال د خپل ځایناستي روزل دي. عبدالله مقري خپل زوی میرخان هم د هنر په ډگر کې ورگډ کړی دی او لکه د ده په شان میرخان هم د خپل هنر پیل له وطني سندرو کړی دی. میرخان یوه نوې وطني سندره خپلو مینوالو ته وړاندې کړې ده چې سرلیک یې دی:

«خاوره عزت ګڼمه»

درانه لوستونکي کولای شي چې په لاندې لینک کې یې واوري او وگوري:

https://www.youtube.com/watch?v=rcyJ4xQaMeE

عبدالله مقری نه یوازې زموږ د نسل، بلکې د څو نورو نسلونو تنده په خپل غږ او هنر سره ماتولای شي، د مقري هنر به تر ډېرو پورې د خلکو د خاطراتو د یو سوپر ستار په ډول خپل رول لوبوي. د مقري د موسیقۍ د بڼ یو ملگری یې د تسلیت پیام په ترڅ کې دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده:«

عبدالله مقری،

عیاری که پاک و باهنر زیست،

دیگر با ما نیست!

سفر به جاودانگی عزیز نام‌آور، عبدالله مقری را به افغانستان، به خانواده‌ی هنر، به بازماندگان او و خاصه به میرخان، برادر جوان و باهنرم تسلیت می‌گویم.

صدایش، هنر نابش و یادش سَیّال‌تر از مرگ، در محراب خاطره‌های ما و نسل‌های پس از ما جاری و ساری خواهد بود.

بخُسپ، ترانه‌خوان زیبایی‌ها!

سفر آرامش ابدی‌ات مبارک باد!

فرهاد دریا»

عبدالله مقری په خلکو کې دومره محبوب و، چې اټکل یې نه شي کېدای. کله چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو نظریات راټول کړی شي، بیا به پته ولگېـږي چې خلک دی او د ده هنر څومره او ولې خوښوي.

اوس چې دی په فزیکي ډول زموږ په منځ کې نه شته او د ده په باب د خلکو نظریات په ټولنیزو شبکو کې را څرگندېـږي، لیدل کېـږي چې د خلکو په منځ کې د ده د گرانښت کچه څومره وه او د همدې گرانښت په پار خلکو ده ته رنگارنگ داسې القاب کارولي دي چې په ریښتیا د ده له شخصیت او هنر سره زیبي، دا یې څو بېلگې دي:

اسماعیل یون:

«… په بېړه روغتون ته ورغلم، شپـږم پوړ ته ورپورته شوم، د دې وطن سوی لوی بلبل يې په سپین کفن کې تاو کړی و…»

طاوس خان هېوادمل:

«د افغان وطن له غرو، رغو، دښتو او سیندو سره بې پناه مینه کوونکی، د افغان پړوني او شملې د پت ویوونکی، د هجرت او کړاونو د مرثیې سوز او ساز، حماسي او انقلابي هنرمند او  ځانګړې سندرغاړي مقُري…»

مختار محمد مختار:

«د وطن د مینې بلبل ، ملي سندر غاړی»

نادرخان کټوازی:

«… مقری صیب په خپل هنر کې ولس، وطن او خاوره پاللی، د هغه مینه هېوادنۍ وه د هېواد سرلوړی یی په درنو خوږو ټکو په ملی حماسی ترانو کې  یاده کړی ده هغه  همیشه غوښتل  چې  خپل عمر یی لنډ خو د هنرعمر  یی تلپاتی وی دغه خوږ غږ یی سندرغاړی د هر غره شا ته راختلی لمر و د هر ظلم، زور زیاتی او بی عدالتۍ  پر وړاندی یی غږ پورته کړی و، هغه په ولسونو د پیرزوینو لورینو او ډاډ غږ و په وطن زهیر افغان و…»

د عبدالله مقري د مړینې په پار، د ده د ژوند څو یادونه او د تسلیت پیامونه:

همایون هېواد:

«هغه وخت چې په وطن کې د مرميو باران ورېده او د ښه ژوند څرک په دوربين کې نه ښکارېده، عبدالله مقرى او څو نور هنرمندان وو چې د خلکو پام يې غلطاوه او د وطن سندرې يې ورته بللې.

زموږ د پاکې خاورې دښمنان دې تل برباد وي

وطن دې زنده باد وي، وطن دې زنده باد وي

څو کاله مخکې مشر نواز قايل او روزي خان شوق له جنوبي پښتونخوا څخه کابل ته راغلي وو او غوښتنه يې وه چې خامخا به له مقري صيب سره ګوري، مقرى صيب مو را پيدا کړ، خوږ مجلس يې وکړ. له ځوانو هنرمندانو خوشاله نه و، ويل يې دوى د هنر تقدس و نه ساته او هغه په مقصد چې هنر بايد پالل شوى واى، دوى و نه پاله.

د مازديګر اذان چې وشو، مقرى صيب پورته شو، وېل راځئ چې لمونځ وکړو، دا خو خوند نه کوي چې يوازې ملايان به جنت ته روان وي.»

احمد احمد:

یاران ٬  خوبان همه رفتند !

سرایشگر معروف سروده های حماسی پشتو ، روانشاد عبدالله مُقری با تحمل درد های جانکاه و نبرد سنگین با وایروس کورونا بالآخره جان به جانان سپُرد .

مُقری صاحب ٬ نیم قرن بدون هیچ نوع چشمداشت پولی و جیفه مادی دنیایی برای مردم و وطنش از دل و جان سرود .

نغمهٔ انقلابی ٌ دا د آزادی خاوره ، دا د جگو غرو وطن ٌ با صدای ویژه و منحصر به فرد و ماندگارش ، سربازان و افسران غیور مارا در داغترین جبهات جنگ و ستیز علیه دوشمنانٍ قسم خورده خاک و وطن ما الهام و روحیه بخشید .

مقری صیب ، اروا دي ښاده اوسه!»

ډاکتر لطیف یاد:«

په وینورنګ شوې کابل جان کابله!

افسوس افسوس ارمان ارمان کابله !

ستا پر حالت مې زړه سوځیږي ګوره

وس مې پر هیچانه رسیږي ګوره !

https://www.youtube.com/watch?v=QY8JrXGiXeg

د پښتو ژبې تکړه او په هیوادمین هنرمند عبدالله مقری چې د ګران افغانستان په درد غمجن و او دزړه له تله به یې د موسیقۍ په خوږو ترنمونو کې دهیواد او زموږ د کړیدلو اوجګړې ځپلو خلکو پرناوړه حالت دسوز او ګداز نه ډکې سندرې ویلي نور زموږ او ستاسو په منځ کې نشته .

زه د ده پرمړینې سخت خپه او خواشینی شوم او دده نه شتون دپښتو موسیقۍ لپاره ستره ضایعه ګڼم .لوی خدای دې وبخښي!»

محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ:

«پیام تاثر و غمشریکی محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ درپیوند به درگذشت عبدالله مقری، آوازخوان مشهور کشور

کابل/۳۰جوزا/ باختر

با اندوه فراوان آگاهی یافتم که عبدالله مقری آوازخوان مشهور کشور در اثرمریضی یی که عاید حالش بود، دریکی از شفاخانه های خصوصی کابل درگذشت.

عبدالله مقری در سال های شصت به موسیقی رو آورد و با استعداد ویژه، علاقه، پشت کار و تلاش خستگی نا پذیری که داشت، به زودی به شهرت و محبوبیت رسید.

مقری در آهنگ هایش بیشتر درد های کشور جنگ زده و مصائب مردم را بیان می کرد و درهر یکی از ترانه ها و آهنگ های حماسی و وطنی او، عشق و محبتش با مردم و کشورش طنین انداز بود.

مرگ عبدالله مقری درعرصۀ موسیقی کشور یک ضایعه است. من از بارگاه خداوند متعال برای روان شاد مقری جنت فردوس استدعامی کنم و به خانواده و اقارب وی وهمۀ هنرمندان و آوازخوانان کشورصبر وشکیبایی می طلبم.»

دواخان مینه پال:

عبدالله مقریه!

ته د دې وطن په هر درد، دردمن انسان وې، تا ددې وطن له غرونو، دښتو اومېرو سره مینه درلوده او سندرې دي ورسره ویلې، تا خپل ږغ ددې وطن دورانونکو او لوټمارانو پر وړاندي مورچل مبارزې ته وقف کړی و، تا وطنوالو ته ددې وطن هر دښمن رسوا کړ، ته ددې وطن دهر غریب او وطن پرست انسان ږغ وې ستا سندرې به ژوندۍ وي او ته هیڅکه نه مرې.

اروا دي ښاده، پر ګور دي رڼا!»

احمدولي اڅکزی:

«…هغه (عبدالله مقري) په ډېره امانتدارۍ او ريښتونولي سره د خپل ولس درد په خپل هنر کي د ولس په ژبه او ذوق ډېر ښه انځوراوه.»

هارون حکیمي:

«… عبدالله مقری زموږ د رښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازی هنرمند وو. د جګړې، ظلم، جهالت، او افراطیت په وړاندي واضح دریځ او د بې وزلو، وطنپالو او مسافرو د دردونو ژباړن انسان وو. روح یې ښاد.»

ډاکتر محمد تنها:

«زما پلار دي له ټولو مړو سره خدای اوبښي مُلا ؤ، له موسيقي او سندرو سره بُنيادي چپ ؤ خو يوازې به يې د خدای بښلی مُقري صيب سندري اورېدې ويل به يې پدې شعر او غږ کې د وطن مينه، درد او احساس پروت دی. هغه د وطن له احساس او درده ډک غږ نن د تل لپاره چوپ شو پر ګور يې نور، اروا يې ښاده او د ښو ياد يې تلپاتی اوسه. کورنۍ او ملګرو ته يې د زړه صبر غواړم.»

مزمل هوتک:

«د لښکرونو ملک ته وايه

په وينو موړ شوې که نور هم کوې جنګونه !

زه دې پيژنم تور مخيه خو ملت مې نه پوهيږي

پښتون ستا له لاسه خوار دی کابل ستا له لاسه چور دی!

څوک، چې د ستا په لاره سم دي ربه

ستا په دربار کې څه شی کم دي ربه

غم پر سر غمونه:

د هېواد هغه نامتو ملي سندرغاړی، چې په غرني غږ يې افغان وګړي د غفلت له درانده خوبه راويښول او بيدارول هم چپ شو.

زه يې په فرهنګي ډګر کې د ډېرو نېکيو پوروړی يم.

لوی خدای(ج) دې د جنتونو بلبل کړه، چې خوږې نغمې د يو ځل بيا انګازې وکړي او خوږ غږ مو هيڅ خاموشه نه شي.

روح يې ښاده

جنت الفردوس يې ځای»

مقري صاحب دې خدای وبښي،

 له درنې کورنۍ، مینه والو او د افغانستان د هنر له رنځېدلې کورنۍ سره په دې لوی ویر کې ځان شریک گڼم او ټولو ته د جمیل صبر غوښتنه کوم.

آصف بهاند

د دوه زره یوویشتم کال د جون شلمه

هېدرسلیف

ډنمارک

Comments are closed.