د طالبانو تر سیورې لاندې د محلي سندرغاړو ژوند

157

تېر شل کلن جمهوري نظام کې د نورو نسبي پرمختګونو سربېره موسیقۍ بې ساری پرمختګ کړی وو. په دې موده کې د سیمه‌ ییزې موسیقۍ وده او پرمختګ د پام وړ وو او د محلي سندرغاړو شمیر ډېر لوړ وو. هغوی اوس په کوم حال کې دي؟  

Afghanistan Musiker 

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځمه طالبانو کابل ونیوه او په دې توګه دغه ډله د دویم ځل له پاره پر افغانستان واکمنه شوه، تمه وه چې دوی به د تېر په خلاف موسیقۍ او ځینو نورو مسایلو سره ستونزه نه لري؛ خو د څو ورځو په تېرېدو سره حالات ورو، ورو بدل شول.

د افغان فلم او موسیقۍ دروازې وتړل شوې. هنرمندان له هېواده په تېښته شول او څه چې پاتې دي، د خپل رباب او منګي خوا یې پريښې او په روزۍ ګټلو پسې لالهانده شوي دي.

محلي سندرغاړي چې په تېر شل کلن نظام کې یې هم تر ډېره ژوند کې مثبت بدلون نه لیدل کېده، د طالبانو په راتلو سره یې ژوند لا پیکه شوی او هره ورځ خپلو کورنیو ته د روزۍ پیداکولو پسې لالهانده وي.

Afghanisches Musikinstrument

شفیع الله، چې په « شفیع استاد» مشهور دی، د کونړ نوموتی او ښه ‌غږی سیمه ‌ییز سندرغاړی دی وايي، د طالبانو له راتلو وروسته له ډیورنډ کرښې ورپورېوتی او اوس د پاکستان په راولپنډۍ کې ژوند کوي.

دې محلي هنرمن له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې موسیقۍ ته مخه کړې او اوس د سندرو ویلو تر څنګ «ډېر ښه» رباب غږوي.

دا هنرمن وايي، که هر څو یې کوښښ وکړ، چې خپل شوق پرېږدي؛ خو ویې نه شوای کولی او ده ته سخته ده، چې خپل هنر په دومره اسانۍ هېر کړي.

« شفیع استاد» خپله ۲۲ کسیزه کورنۍ کونړ کې پريښې او دی یوازې په راولپنډۍ کې مسافر دی؛ خو ټول پام یې هنري کارونو او موسیقۍ ته دی.

دي وايي: « تاسې ته خو مالومه ده، زما ټول شوق سندرو او فن سره دی. دلته نور هېڅ نه کوم یوازې خپل فن پالم. د دې ځای هنرمندان ملګري راباندې ډېر پام کوي. له همدې لارې خپله کورنۍ چې وطن کې ده، ساتم.»

Afghanistan Talibanned | Musiker

دا سیمه‌ییز سندرغاړی وايي، د طالبانو له راتلو سره ډېرو سندرغاړو وطن پريښی او پاتې کسان هڅه کوي، چې ووځي؛ ځکه په وینا یې «افغانستان اوس د هنرمندانو د ژوند له پاره مناسب نه دی».

دی له طالبانو غواړي، چې د موسیقۍ او نورو هنري کارونو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

هاخوا؛ ځینې سندرغاړي چې په وطن کې پاتې دي، له خپل ژونده «ناخوښ» دي او هیله لري چې ژر تر ژره به بېرته حالت عادي شي.

ننګرهار کې د هنرمندانو د ټولنې مشر «استاد» کمین ګل وايي، د طالبانو له راتلو سره چې په هنر او موسیقۍ بندېز لګول شوی دی، په جلال اباد کې د خپل کور مخې ته مې منتو پلورل پیل کړي او له دې لارې خپله کورنۍ ساتم.

نوموړی وايي چې په ټولنه کې يې نیږدې درې نیم سوه هنرمندان ثبت دي، چې ځینې یې اوس له هېواده وتلي او نور د وتلو کوشش کوي؛ ځکه د کار درک نه شته او طالبان د موسیقۍ پروګرامونو ته اجازه نه ورکوي.

استاد کمین ګل وايي، ننګرهار کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره ناستې هم کړي او هنرمندانو ته د موسیقۍ مجلسونو اجازه یې غوښتې؛ خو د ځايي طالبانو ځواب دا دی، چې « تاسې صبر وکړئ ».

Mohammad Qul Instrumentbauer Afghanistan

دی وايي، که څه هم خلک ترې مجلسونو ته ورتګ غوښتنه کوي؛ خو دوی سندرغاړو ته ویلي، چې د طالبانو اجازې ته صبر وکړئ.

ننګرهار کې د هنرمندانو د اتحادیې مشر کمین ګل وايي، که څه هم په تېر شل کلن نظام کې موسیقۍ وده کړې وه او د هنرمندانو شمېر بې مخینې زیات شوی و؛ خو د نړیوالې ټولنې د بې شمېره مرستو باوجود هم د هنرمندانو ژوند کې مثبت تغیرات ډېر کم لیدل کېدل.

دی وايي، که طالبان همداسې په خپله خبره ټینګ وي، نو د دوی او د ملګرو ژوند به یې نور هم « پیکه او بې خونده» شي.

د افغانستان فرهنګي او فرهنګپاله کړۍ هم د طالبانو له حکومت غواړي، چې د هنرمندانو ژوند ته دې پام وکړي او دې هېواد کې دې د هنري او فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.

دویچه وله وغوښتل، چې په افغانستان کې د هنرمندانو د ژوند، کار او هنري فعالیتونو په اړه د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي نظر هم ولري؛ خو هغوی په دې اړه پوښتنې بې ځوابه پرېښي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیل سره دې هېواد کې د هنرمندانو پر ژوند، کار او هنري فعالیتونو محدودیتونه لګېدلي او د ټولنې دغه پوړ د ژوند «تر ټولو سختې ورځې» تېروي.

دویچه ویله

Comments are closed.