د احمد ظاهر مرګ – ټرافیکي پیښه، غچ اخیستنه، که پلان شوې دسیسه؟  

عبدالعزیز نایبي

278

چې د «احمدظاهر» د مرګ خبره شي نو ماته د انګلستان د شهزادګۍ «دیانا فرانسس» د وژل کیدو قضیه سترګو ته ودریږي. د دواړو د مرګ دوسېې د ټرافیکي پېښو په نوم تړل شوي دي. نړۍ کې د ګڼ شمېر خلکو انګېرنه دا ده چې شهزادګۍ دیانا د سلطنتي کورنۍ لخوا وژل شوې ده. دیانا له شهزاده «چارلس» نه د طلاق تر اخیستو وروسته غوښتل له «دودي الفاید» نومي سره واده وکړي؛ هغه څه چې د انګلستان د شاهي کورنۍ برم ته یې زیان رساوه، په تېره بیا چې ویل کیده هغه له دودي څخه اُمیدواره شوې ده. د شهزادګۍ دیانا د سورلۍ موټر پاریس کې د تونل له یوه دیوال سره ټکر کړی وو چې هغه پکې وژل شوې وه. احمدظاهرهم په ظاهره یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوی ده، د هغه د سورلۍ موټر د سالنګ د لارې په اوږدو کې د سړک د غاړې د پله له یوه دیوال سره لګیدلی وو چې په موټر کې له سپرو کسانو څخه یواځې دی وژل شوی وو.

د خلک دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ په لومړیو کې، د تېرو دورو د مامورینو، اشرافي کورنیو، لویو مځکه والو او په اصطلاح فیوډالانو ورځ ترخه وه؛ څوک مهاجر شول، څوک ووژل شول او چا هم په وېره کې ژوند تېراوه. د احمدظاهر پلار ډاکتر عبدالظاهر د شاهي درباره منلی کس وو؛ هغه د پاچا ځانګړی طبیب وو چې د سفارت، وزارت او صدارت تر څوکېو پورې یې کار کړی وو. په دې حساب دې کورنۍ هم چندان د کرارې ژوند نه درلود.

«احمدظاهرغوښتل له افغانستانه ووځي، د پاسپورت لپاره یې عریضه کړې وه، حفیظ اله امین ورته ویلي وو که چیرې خپله دی ځي نو میرمن دې پاتې شي، او که هغه ځي دی دې پاتې شي.»(محبوب اله – پاچا)

د احمدظاهر ملګري صمد دار دارهم ویلي چې احمدظاهر یوځل ایران کې د هغه یو دوست ته ورغلی وو څو بهر ته د تګ کومه لار ور وښيي. احمد ظاهر نوموړي کس ته ویلي وو چې کابل ته ځي اوخپله میرمن راولي، خو د هغه راز افشا کیږي او د ایران تګ ترې پاتې شي.

د احمدظاهر د مرګ په اړه د هغه د پلار ډاکتر عبدالظاهر سکوت هم پوښتنې پیدا کړيدي. ځینې په دې باور دي چې ډاکتر عبدالظاهر له وېرې د ځوی د مرګ سبب چې د تومانچۍ په ګولۍ ویشتل شوی، کوم ځای نه ده یاد کړې. کله چې مړژاندی احمدظاهر روغتون ته رسول کیږي د هغه پلار ډاکترعبدالظاهر ته خبر ورکول کیږي چې احمدظاهر ټپي شوی ده، هغه چاریکارو ته ورځي، خو روغتون کې د احمدظاهر د لیدو اجازه نه ورکول کیږي، ډاکترعبدالظاهر ته ویل کیږي چې احمدظاهر ترعملیات لاندې ده او ژر یې کابل ته لېږدوي، هغه هم ټینګار نه کوي او بېرته کابل ته ستنیږي.

د صمد دار دار په وینا کله چې دی د احمدظاهر له مرګ خبریږي، سمدلاسه د هغو کور ته ورځي، د احمدظاهر جنازه د صالون منځ کې ایښې وي، ډاکترعبدالظاهر یې غلی سر ته ناست وي، دی چیغې وهي او په لوړغږ وايي احمدظاهر یې وواژه، ډاکتر عبدالظاهر نورو ته وايي چې صمد ژر له کوره وباسي، کنه بندي کیږي.

د احمدظاهر مېرمن فخریه، خور یې ظاهره، نېږدې ملګري  صمد دار دار او صفی اله ثبات رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې احمدظاهر په ټرافیکي پېښه کې نه ده وژل شوی بلکې د وخت واکمنو وژلی ده.

د صفی اله ثبات په خبره د حفیظ اله امین لور، غوټۍ امین چې مېړوښه وه، په احمدظاهر مېنه وه. هغې به هر وخت احمدظاهر د ارګ څوارلسم لمبر ماڼۍ ته ورغوښت چې ویې ویني او سندرې ېې واوري. د دې خبرې آوازه عوامو کې ګډه شوې وه او خپله  امین هم خبر وو؛ همغه وو چې د امنیه قوماندان سید داود تړون په وسیله د کورنیو چارو وزارت کې د احمدظاهر د وژلو پلان جوړیږي او د هغه د ملګري محبوب اله پاچا او دوه نجونو هر یو شهناز او شکیلا په مرسته عملي کیږي.

حفیظ اله امین خپله لورغوټۍ، اسداله امین ته چې وراره ېې وو او د عبداله امین ځوی وو، ورکړې وه. د امین لور شرط ایښی وو که احمدظاهر ېې واده کې سندرې ونه وايي دا به په تخت پښه کښې نږدي. د احمدشاه راستا له خولې چې احمدظاهر د غوټۍ امین په ټینګار د سیدمحمد ګلابزوی په وسیله په کمیس پرتوګ کې له بندیخانې د حفیظ اله امین کور ته راوستل کیږي، څو د غوټۍ امین شرط پوره شي. احمدظاهر هغه مهال د خپلې دوهمې مېرمنې خالدې د وژلو په تور بندي وو. غوټۍ امین د ادبیاتو پوهنځي د فلسفې د څانګې محصله وه چې پلار یې په زور، اسداله امین ته په نکاح کړې وه.

 حفیظ الله امین

صمد دار دار په یوه مرکه کې ویلي: «احمد ظاهر د امین د کورنۍ له خوا په شهادت رسیدلی، موټر ټکر نه دی کړی، اسداله امین ېې لار نیولې وه، اول ېې ښه په سوکانو او لغتو وهلی، بیا ېې تومانچې باندې په تندي ویشتې ده.»

د یو بل روایت له مخې د وخت د پولیسو او ژاندارم د عمومي قوماندان سید داود تړون میرمن او د احمد ظاهر دوهمه ښځه خالده، د تره لوڼې وې. په احمدظاهر تور پورې وو چې د خالدې په وژلو کې لاس لري. د ځینو په وینا د تړون د ښېنې قتل هغه او د هغې د میرمنې کورنۍ ته ژور عاطفي ټپ پر ځای پرېښی وو، له همدې کبله تړون د غچ اخیستو په فکر کې وو، خو د حفیظ اله امین لورغوټۍ امین چې د احمد ظاهر ملاتړې وه، د هغه د پلان د عملي کیدو مخه نېولې وه. تړون له ډیرو هڅو وروسته بریالی کیږي چې اسداله امین راضي کړي او د یوه پلان په ترڅ کې احمد ظاهر ووژني. د خالدې له مرګ وړاندې د تړون او احمدظاهر ترمنځ اړیکې ښې یادې شوي دي. محبوب اله مشهور په پاچا د احمدظاهر ملګری او رشته دار چې د مرګ پرمهال ورسره وو بهار ټلویزیون سره مرکه کې ویلي:

« یوه ورځ احمدظاهر نکل کاوه چې د نینواز په کور کې مجلس وو، تړون هم راغلی وو، هغه د مجلس پای کې ویلي وو چې احمدظاهر به دی ورسوي، ځکه د شپې ګرځبندیز وو، بنز موټر یې وو، تړون وړاندې او دی وروسته سیټ کې ناست وو، هغه ېې کور ته رسولی وو.»

بله موضوع چې ټرافیکي پېښه کې د احمدظاهر مرګ شکمنوي هغه د «خلق» او «پرچم» ډلو ترمنځ اختلافات یادیږي چې ګویا پرچم ډلې د خان قره باغي په وژلو له خلقیانو د احمدظاهر د مرګ غچ اخیستی دی. د یوه روایت له مخې خان قره باغی د احمدظاهر له مرګ پوره یو کال وروسته، ټیک د جوزا په ۲۴ نیټه هغه ورځ چې احمدظاهر پکې وژل شوی وو، وژل کیږي. روایت داسې ده:

« د ۱۳۵۹ لمریز کال د جوزا په ۲۵ نیټه د خوازک زلمي د ځوی، خلیل زلمي دفتر ته چې د ادبیاتو پوهنځي په حزبي کمیټه کې یې کار کاوه، ورغلم. خلیل بې مقدمې وویل:

 -احمدظاهر یې وواژه، خو خان قره باغی هم ووژل شو!

د خلیل د خبرو مانا دا وه چې احمدظاهر ګویا زمونږ پرچمی ملګری وو؛ خلقیانو وواژه، او مونږ هم خان قره باغی چې خلقی او دتره کي له کورنۍ سره تړلی وو، وواژه.

خان قره باغي ټکسي موټر چلاوه چې د ۱۳۵۹ کال د جوزا په ۲۴ نیټه د کابل د هوايي ډګر د لارې په اوږدو کې د بي بي مهرو په قلعه وکیل کې، دننه خپل ټکسي کې چا وژلی وو.»( ګفتمان ویب سایټ«مرګ من روزی فرا خواهد رسید»، م- ویانس/ عقرب ۱۳۸۶ ش)

ما بیا له یویې معتبرې سرچیڼې اوریدلي چې خان قره باغی د چهاردهي په للندرکې د خپل ټکسي دننه، ناپیژاندو وسله والو وژلی وو.

خو احمدظاهر په ریښتیا څنګه د ژوندیو له کتاره ووت؟! محبوب اله مشهور په پاچا چې د احمدظاهر نېږدې ملګری او د هغه  د ورور آصف ظاهر اوښی وو، د پېښې پرمهال احمدظاهر سره یوځای وو. هغه د جوزا د ۲۴ نیټې نکل له پېل تر پایه داسې کوي:

« له پېښې یو ورځ وړاندې (سه شنبه) د احمدظاهر دوی کور ته ورغلی وم، د بهارستان سینما مدیر راته ویلي وو چې دوي ته روسي فلمونه ورکول کیږي او دومره څوک نه ورځي؛ سینما کې ېې د احمدظاهر د یوه کنسرت د جوړیدو په اړه ماسره خبرې کړې وې، ما هم احمدظاهر ته د سینما د مدیر غوښتنه یاده کړه. هغه سره مو د شپې ډوډۍ وخوړه، زما ورور او دوه وړې خویندې هلته وې، چې له کوره وتو ماته ېې خپل موټر راکړ او وېې ویل:

-پاچا سبا راشه چې د سینما له مدیر سره د کنسرت قرارداد لاسلیک کړو.

 د احمدظاهر موټر کې کور ته راغلو، سبا وختي (چهارشنبه) دفتر ته لاړم (بهرنیو چارو وزارت)، حاضري مې امضا کړه، اته نیمې بجې شاوخوا به وې له دفتر ووتم چې احمدظاهر ته ورشم، هغه وخت ېې کور قوای مرکز کې وو، چې ورسیدم کاته مې کتابچه ېې تخرګ لاندې نیولې او د سړک له غاړې ما ته انتظار دی. موټر کې کښېناست ما ویل چې د قرارداد لاسلیکیدو ته به ځو، خو هغه وویل مخ په خیرخانې حرکت وکړه! باغ زنانه سره د سړک له غاړې ېې په ما موټر ودراوه او دوه نجونې راوختې. احمدظاهر یوه ورځ وړاندې هم له دوي سره وو، زه نه وم خبر چې نن بیا وعده دار دي، له دغو دوه نجونو څخه مې یوه پیژنده، هغه د احمدظاهر د خور بلقیس خورلڼه وه، نوم ېې شهناز وو او بله ېې شکیلا نومیده، دا نجونې یې له ډیر پخوا پیژندې.

قرغې ته لاړو، کافي نه ېې ماته یو قوطۍ چکسلواکیايي بیر او ځان ته برنډي واخیستل، لږ مو وڅښل، کشتۍ ېې کرایه کړه، بند کې مو یو دوه دورې ووهلې بیرته موټر ته راغلو او له قرغې مو حرکت وکړ، آریوب سینما ته نیږدې وو چې نجونو احمدظاهر ته وویل:

-ځئ ځو سالنګ ته!

 ما ورته وویل چې دفتر کې مې حاضري امضا کړې، نه کیږي! احمدظاهر راته وویل چې هیڅوک څه نه شي ویلی، زه یم! نجونو هم ټینګار وکړ چې هله پاچا جانه ځو!

د آریوب سینما سره یو سړک ده چې چاریکارو ته وتی ده، پرې وخوځیدو، چاریکارو کې احمدظاهر له موټر ښکته شو چې کباب راوړي، زه او دوه نجونې موټر کې وو، یویې یې ماته یو پیک برنډی راکړ، ما هم وڅښل، احمدظاهر راغی کباب یې اخیستی وو، له پروانه سالنګ ته راغلو.

 د ماسپښین دوه یا درې بجې به وې، زه د موټر به جلو ناست وم ، لږ نشه وم، له لرې مې کاته چې یو لوی موټر له مخې را روان دی، یو وړوکی پُلچک غوندې ځای وو، موټر رانه بې تولې شو او له یوېې ډبرې سره مې ټګر وکړ، ما همدومره واوریدل چې احمد ظاهر جان وویل:

-پاچا چی میکنی؟

زه بې هوښه شوی وم، پزه، غاښونه او پوښتۍ مې ماتې وې، په جلو زه  ناست وم، زما شاتني سیټ کې احمدظاهر ناست وو، ښي لاس ته یې میرمن شهناز وه، مخکېني سیټ کې شکیلا جانه وه، زه هېڅ نه یم پوه شوی، مازدیګر مهال وو چې سترګې مې  پرانیستې، د چاریکار روغتون ته یې راوستی وم. د احمد ظاهر پلار ډاکترصاحب ظاهر او ورور یې آصف ظاهر هم راغلي وو، نجونې مې دهلیز کې ولېدې چې ښکته پورته ګرځېدې، د یویې نجلې سترګه باندې پنبه او بنداژه ښکاریده، پېښه کې ما او احمدظاهر ډیر ټپونه خوړلي وو، زه یې علي آباد ته راوستم.

یوه اونۍ روغتون کې وم، چې بیا کور ته راغلم له ټلویزیون نه مې د احمدظاهر د مرګ خبر واورید، ډیر مې وژل. بیا چې زه امریکا ته راتلم د احمدظاهر کور ته د خدای پاماني لپاره لاړم، ښځه او وړه لور یې کور کې وو، غمرازي مې وکړه او بیا ترې ووتم.»( بهار ټلویزیون، محبوب الله پادشاه سره د احمدشاه راستا مرکه)

احمدظاهر او محبوب اله سره، د شهناز او شکیلا په نامه دوه نجونې چې د خان محمد پرزه پلورنکي لوڼې وې د جوزا د ۲۴ نیټې د پېښې پرمهال موټر کې سپرې وې. ویل کیږي خان محمد چې اصل کې د پنجشیر وو بندي شوی وو، د وخت استخباراتو یې له لوڼو د احمدظاهر د وژلو په پلان کې د مرستې غوښتنه کړې وه؛ دوی سره یې ژمنه کړې وه چې په بدل کې به یې پلار له بنده آزاد کړي. ځینې دا هم وايي چې د پاسپورت د ورکړې ژمنه هم ورسره شوې وه. شهناز د احمدظاهر د خور بلقیس، خورلڼه وه. د شهناز له خولې د پېښې د ورځې په اړه دا روایت موجود ده:

«حمام سره د موټرو تمځای کې بس ته ولاړ وو چې دوی راغلل. موټر یې مونږ ته ودراوه او وېې پوښتلو چې چېرې ځو؟ مونږ ځواب ورکړ بس ته انتظار یو، غواړو د خیرخانې حصه اول ته لاړې شو. ویې ویل راځۍ سپرې شۍ، مونږ هم همغې خوا ته روان یو تاسې به هم ورسوو. د یو بل په مشوره د هغوی موټر ته وروختو. ده کېپک ته چې ورسیدو موټر یې د خیرخانې د کوتل په لور سیخ کړ.

-ومې پوښتل چېرې ځۍ؟ مونږ خو حصه اول ته ځو!

 ویې وېل موټر تېل نه لري، د کوتل لاندې د تېلو ټانک کې تېل اچوو. د تېلو له ټانکه چې تېر شو بیا مې وپوښل چېرې ځۍ؟ احمدظاهر ځواب راکړ چې د کوتل شاته سرای خواجه کې مې یو هندو پوروړی ده، ترهغه ځایه ورځو، پېسې مې ژر ترې اخلم بېرته راګرځو او تاسو به تر خپل کوره ورسوو. ما وویل سمه ده، خو لطفآ لږ ژر، ځکه کور کې مونږ ته انتظار دي.

له سرای خواجه چې تېر شو، ومې پوښتل دا کوم ځای وو؟ ځواب یې راکړ یا به د میربچه کوت یا هم د سرای خواجه اړونده سیمې وي. ژر مې وویل، تاسو خو ویلي وو چې تر سرای خواجه ځو خو اوس له هغه ځایه هم تېر شوی، نه پوهیږم  چېرې ځۍ؟!

ځواب یې راکړ چې تر چاریکار یا د ګلبهار تر باغه ځو؛ د توتو وخت ده، لږ توت خورو او که شو د پنجشیر دریاب کې لامبو او ژر بېرته راګرځو، اندېښنه مه کوۍ، پوره وخت لرو. مونږ هم نور څه ونه ویل، ځکه پوهېدو چې هغوي د خپل زړه کار کوي. یو وخت مو پام شو چې له حبل السراجه تېر شوي یو او دسالنګ د کوتل په لور روان یو. مونږ ورته وویل پتېلې مو وه چې د ګلبهار تر باغه ځۍ، تاسو چېرې ځۍ؟ ویې ویل سالنګ ترې ښه ده؛ سالنګ ته لاړو. د میلې له پای وروسته، د ستنیدو پرمهال چې ښه نشه ول، موټر یې له کنتروله ووت او د سړک د غاړې له دیوال سره یې تګر وکړ، احمدظاهر کلک ټپ وخوړ چې بلاخره د ډیرې خونرېزۍ له کبله وفات شو.»( م- ویانس/ عقرب ۱۳۸۶ ش)

«اسماعیل محشور» چې یو وخت د پغمان ولسوال وو او د احمد ظاهر د دوهمې میرمنې خالدې د قتل د دوسېې په څیړلو کې ېې مسوولیت درلود، د احمدظاهر د مړينې پرمهال د خبریالۍ دنده درلوده، نوموړی د خپلې اړوندې ادارې لخوا سالنګ ته استول شوی وو ترڅو د احمدظاهر د موټر د ټکر د پېښې په اړه رپوټ جوړ کړي، محشور د خپلو سترګو لیدلی حال داسې کښلی ده:

« کله چې د پروان روغتون ته ورسېدو، د احمدظاهر د خونړۍ او ځيګرسوزه پېښې شاهد وم، هغه په وینو کې ډوب وو. زمونږ بدچانسه هنرمند ټکر کړی وو. ما خپله له نیږدې وکاته چې د کیڼې سترګې او غوږ ترمنځ (چپ رڼوکی) ېې ژور سوری جوړ شوی وو، چې لا هم ترې د کوچنۍ چينې په څېر وینې بهیدې. کله مې چې ډاکتر وپوښته راته وېې ویل: د ټپ د ژوروالي او زیاتې وینې بهیدو له کبله، د ټپي د ژوندي پاتې کیدو هیلې بربادې دي. له ډاکتر مې وپوښتل چې ټپ د څه شي ده؟ ډاکتر توضیح کړه چې ټپ د ټکر دی، او کومه ناریه آله نه ده کارول شوې. پداسې حال کې چې هوا تیاره شوې وه، امنیتي موظفینو په بیړه د احمدظاهر مړژواندی جسد، او د سفر درې نور امغاړي کابل ته ولیږدول.»

د احمدظاهر ملګری صفي اله ثبات بیا وايي: « څوک چې د احمدظاهر قتل ترافیکې پېښه بولي، غواړي خلک لار ورکي کړي. احمدظاهر زمونږ د ګډ ملګري محبوب اله په وسیله چې په پاچا مشهور ده او د احمدظاهر د ورور آصف ظاهر اوښی ده، په شهادت رسیدلی. نخچه له وړاندې اېستل شوې وه؛ احمدظاهر له کوره باسي، بیا په لاره کې دوه نجونې هم ورسره جوړه شي قرغه ته ېې بیايي له هغه ځایه سالنګ ته او بیا هلته وژل کیږي.

ویل کیده چې د احمدظاهر موټر له پله سره ټکر کړی، مونږ چې د پېښې سیمې ته لاړو هلته اصلا کوم پُل نه وو؛ احمدظاهر ېې کومې جلګې ته بوولی او بیا ېې وژلی وو. کله مې چې د تابوت سر لرې کړ، ښکاریده چې له نیږدې ېې په تومانچې په تندي ویشتی وو، ټپ چارپېره سوځېدلی وو، واسلین ېې پرې وهلي وو، پانسمان کړی ېې وو.  کوپړۍ ېې نه وه، د بنداژه پرځای ېې پومبه پکې اېښې وه او د تندي فورم ېې ور جوړ کړی وو، ما په خپلو لاسونو د هغه ښایسته کاکل ښکل کړی. پوښتۍ ېې ماتې وې.

 محبوب اله په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي وو چې زه ېې د ټوپک په کُنداغ په پزه ووهلم او بېهوښه شوم، چې په هوښ شوم احمدظاهر غږ وکړ:

-هو محبوب اله – هو پاچا! بیا که مره میکُشن!

 بیا مې د تومانچې یو ډز واورید. محبوب اله وروسته منکر شو، ویل یې ټرافیکي پېښه وه.»

د احمدظاهر د قتل د معما د غوړیاسې خلاصول ساده نه ده، خو ناممکن هم نه ښکاري. د دې مرموز قتل له کبله ډیر افراد او حتی د هغه مهال لوړپوړي حکومتي چارواکي تورن شوي دي، چې ښايي سپیناوی یې وشي. محبوب اله مشهور په پاچا ژوندی ده، شهناز به خامخا بلقیس سره د احمدظاهر د مرګ په اړه د زړه خبر کړي وي، ډاکترعبدالظاهر چې د تومانچې او ټکر د ټپ توپیر یې په آسانۍ کولی شو حتمآ خپلو اولادونو ته په دې اړه غږیدلی، عبدالرحمن نومي چې د احمدظاهر میرمن فخریه ته یې د هغې د میړه د قتل د پلان خبر راوړی وو ژوندی په کلفرونیا کې اوسیږي. که له یادو افرادو څه نه بودیږي، نو د احمدظاهر د مرقد پرانېستل به د دې معما حل وباسي. د عدلي طب ماهرین د احمدظاهر د کوپړۍ په معاینه کولو تور او سپین معلومولی شي، پدې کار سره به شېدې له اوبو بېلې شي!

………………………………………………………………………………………………………………

احمد ظاهر چې د کورنۍ غړو او ملګرو ېې «تورجان» باله د ډاکترعبدالظاهر ځوی، په ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا په ۲۴ نیټه کابل کې زیږدلی وو. هغه د سالنګ علاقه دارۍ او جبل السراج ولسوالۍ تر منځ د لارې په اوږدو کې د ۱۳۵۸ کال د جوزا په ۲۴ نیټه ظاهرآ په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

احمدظاهر ۳۳ کاله ژوند وکړ او د ځوانۍ په اوج کې ووژل شو؛ ځواني خپله خامي او مستي لري چې احمد ظاهرهم ترې مستثنی نه شو ګڼلی. هغه په کم عمر کې د افغانستان د موسیقۍ لپاره ډیر څه ترسره کړیدي.

۴۳۰ سندرې لري، درې پرودکشنونو کې ثبت شوي دي. ۱۴ کسته یې افغان موزیک او ۵ کسته یې موزیک سنتر کې ثبت کړي. ۳ کسته یې آریانا موزیک کې ثبت شویدي، او د راډیو په آرشیف کې یې ۹۸ سندرې موجودې دي. هغه یواځې دوه ویدیويي سندرې لري.

 ۲۰۲۲ کال د جون ۱۴

ستاکلهم- سویډن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.