کریټي ټپي شوه

0 627

د هندي سینما یا بالیووډ ښکلې او جذابه څېره کریټي سینن د خپل فلم “رابطه” تصویر اخیستنې پر مهال لوېدلې او ټپي شوې ده. هغه له دې وړاندې هم د فلم د یوه شوټنګ پر مهال ټپې شوه وه، خو دا ځل یې ټپ ژور دی.

هندي رسنیو لیکلي، کریټي غوښتل د یوه صحنې پر مهال یوه جګ ځای ته پورته شي چې ولوېده او ټپي شوه. اوس ډاکټرانو کریتي ته ویلي چې باید تر یوې څه مودې انتظار وباسي چې ټپ یې روغ شي. هغه تېر کال په اروپا کې ټپي شوې وه.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.