“ريیس” “کابل” خراب کړ

0 563

شاه‌رخ خان ته کله کله نور ستوري په دې ډېر په غوسه وي چې ولې د دوی له فلم سره یوځای خپل فلم نندارې ته وړاندې کوي.
خو هریتیک روشن بیا له دې نورو ور هاخوا خان ته هم غاړه نه ږدي او خپل فلم “کابل” یې د خان له “ريیس” فلم سره یوځای په یوه ورځ نندارې ته وړاندې کړ.

پایله هماغه شوه چې شاید هریتیک روشن په خپل خیال کې هم نه وه ګرځولې.
مینه‌وال ټول په “ريیس” فلم پسې ولاړل او په تېرو دوو ورځو کې یې نېږدې۴۷ کروړه هندي روپۍ وګټلې. په داسې حال کې چې له دې پرته یې نېږدې ۱۰ کروړه په متحده عربي اماراتو کې هم ګټلي دي.

خو د هریتیک روشن “کابل” فلم بیا په تېرو دوو ورځو کې یوازې ۲۹ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي.
د شاه‌رخ خان “ريیس”فلم داسې مهال دومره پیسې ګټي چې هندي مذهبي سخت دریځو ورته د زیان اړولو ګواښ هم کړی و.

Leave A Reply

Your email address will not be published.