د امریکايي سېنما یا هاليووډ مشهورې ستورې انجلینا جولې چې په خیريیه کارونو کې یې له فلمونو زیات نوم ګټلی، د ډونالډ ټرمپ په وروستیو سیاستونو سخته نیوکه کړې.
هغې ویلي، د کډوالو په اړه به د ټرمپ غلط سیاستونه نه یوازې دا چې امریکا ته د بهرنیو هېوادونو د اتباعو د راتګ مخه ونیسي، بلکې ناامني به زیاته کړي او امریکا ته به ټکان ورکړي.
مېرمن جولې ویلي، د مذهب په نوم د نړۍ د خلکو وېشل اور ته پوکی ورکول دي چې ستونزې زیاتوي.
سرخط ورځپاڼه