د هندي فلمونو پخوانۍ ستورې او هغه څېره چې اوس هم په ډېرو زړونو کې ځای لري، په تازه توګه یو داسې ګام پورته کړی چې ټول هندوستان یې حیران کړی.
سريدېوې په خپلو دوو لوڼو جهانوي او خوشي باندې د ټولنیزو رسنیو کارول بند کړي دي.
هغې ویلي، دا کار د دې لهپاره کوي چې د لوڼو د سمې روزنې لهپاره یې ټولې هغه دروازې بندې شي چې له کبله یې د هغوی راتلونکی له زیان سره مخ کېږي.
هندي رسنۍ لیکي، سريدېوي دا کار وروسته له هغه کوي چې پر ټولنیزو رسنیو د هغې د مشرې لور جهانوي کپور او د هغې د نږدې ملګري شیک څو یو ځای خپرو شویو تصویرونو د خلکو خبرې ډېرې کړې.
تر دې کار وروسته جهانوي او خوشي دواړو په ټولنیزو رسنیو خپل خپاره کړي ټول پوسټونه لهمنځه وړي.
دا په داسې حال کې ده چې تمه ده د سريدېوي مشره لور جهانوي ډېر ژر د کرن جوهر په یوه فلم کې کار وکړي.
سرخط ورځپاڼه