کنګنا په دوو ځوانانو زړه بایللی

0 1,134

د هندي سېنما د کوین په نامه مشهوره ستورې کنګنا رناوټ چې تر ډېره په نیوکو کولو کې مشهور ده او په دې برخه کې د هيچا پروا نه ساتي، همداسې بیا د ستاینو په برخه کې هم کلکه مبارزه ده.

اوس تازه کنګنا ویلي، له شاهد کپور او سیف‌ علي خان سره یې له یو ځای کار کولو دومره خوند اخیستی چې ویاړ پرې کوي.
د دوی ګډ فلم “رنګون” به د فبروري په ۲۴مه د سېنماوو پر پردو ښکاره شي، خو دومره کمپاین ورته شوی چې خلک یې سر له اوسه لیدو ته لېوال دي.

هغې ویلي، شاهد او سیف دواړه داسې ستوري دي چې ورسره له یو ځای کار کولو هغه لذت اخیستل کېږي چې انسان ته سکون ورکوي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.