بیا زلزله راځي؛ کترینه او دپیکا سره مخامخېږي

0 2,054

د بالیووډ مشهور فلم جوړوونکي انند ایل‌رای د شاه‌رخ خان په منځګړتوب هڅه پیل کړې چې دپیکا پاډوکان او کترینه کیف په یوه فلم کې راښکاره کړي.
دپیکا او کترینه سرسختې سیالانې دي او کله کله خو په یوې او بلې پسې داسې خبرې کوي چې د اورېدو نه وي.

تر دې وړاندې داسې خبرونه ورکول کېدل چې شاید انند د کترینې پر ځای دپیکا په خپل نوي فلم کې ولوبوي، خو اوس د هغه دې اعلان ټول هندوستان حیران کړی دی.

په دې فلم کې مرکزي رول شاه‌رخ خان لوبوي او هغه د چا خبره، هغه هسې هم له یوې، دوو ته ډېر خوښ دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.