چاکلېټ بندي شو

0 735

د بالیووډ چاکلېټ د سنجې‌دت پر ژوند په فلم کې د کار کولو له کبله ۷ ورځې زنداني شوی دی.
هندي رسنۍ لیکي، رنبیر کپور اوس د هند بهول پال ښار ته رسېدلی او اوس باید د دې ښار په زندان کې اووه ورځې تېرې کړي، ځکه په دې سیمه کې سنجې‌دت اووه ورځې قید تېر کړی دی او څو مهمې کیسې یې ورسره تړلې دي.

رنبیر اوس خپل وزن زیات کړی او همدا ډول یې خپل وېښته هم د سنجې‌دت د ځوانۍ د وخت په څېر اوږده کړې دي.

له هغه سره په دې فلم کې انوشکاشرما او پارېش راول هم برخه لري.
دا فلم د راج کمار هیراني په لارښوونې جوړېږي چې د سنجې‌دت ژوند په‌کې تمثلېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.