خانان په هر څه غږېږي، خو پوهېږي په څه شي نه غږېږي؟

0 1,892

د بالیووډ د خانانو د جګړو او شخړو په اړه ډېرې کیسې شته، دوی کله دومره سره نږدې شي چې ته به وايې، بېلتون او جلا کېدل یې ډېر سخت دي، مګر داسې هم کېږي چې کله کله په یوه وړه خبرې سره واوړي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا شاه‌رخ خان او عامر خان د هندي رسنیو د خبرونو سرټکي دي.

د عامر خان د کلیزې په مناسبت شاه‌رخ خان هم د مبارکۍ په پلمه ورغلی و، خو اوس هندي رسنیو لیکلي چې دواړو هلته بيا سره خوړلي دي.

خو شاه‌رخ خان رسنیو ته ویلي، هيڅ‌کله داسې کوم بحث نه دی شوی چې د دوی د خولې خوند خراب کړي، خو کله چې ترې وپوښتل شول چې د راتلونکيو فلمونو په اړه مو هم بحث نه دی کړی؟ نو یې په تونده لهجه وویل، خانان هيڅ‌کله په محفلونو کې په فلمونو نه غږېږي.

د عامر خان او شاه‌رخان له کلونو راهیسې تاويلي او ما ويلي روان دي او له همدې امله يې زيات وخت د خولې خوندونه هم سره خراب وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.