دیپکا بيا په جنجال اوښتې

0 802

د هندي سېنما مشهوره ستورې دپیکا پاډوکان چې د یارانې په کیسو کې هم ډېره مشهوره ده، اوس په یوه نوي غم اوښتې.
له رنبیر کپور او رنویر سنګ سره د هغې د یارانې له کیسو خو به خبر یاست، خو تازه د دپیکا یو ورک مین هم پیدا شوی دی.
کیسه داسې ده چې د هند مشهور شخصیت نواک جوکووچ ګډ ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی او په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې اړیکې له خپلې مېرمنې سره بې‌حده خرابې شوې دي.
د نواک یوې پخوانۍ ملګرې چې د یارانې تار یې ورسره غځولی و، اوس له دې راز پرده پورته کړې چې نواک له دپیکا سره جوړ دی او غواړي واده ورسره وکړي.
ان تر دې چې هغې ویلي، له نواک سره د دپیکا داسې ګډ تصویرونه شته چې ښيي په رسټورانټ کې ګډه ډوډۍ خوري او په یوه ښه فضا کې سره ناست دي.
له دې خبرو ورسته د نواک او د هغې د مېرمنې جیلینا اسټوني ترمنځ اړیکې خرابې شوې، خو دپیکا شاید ورته خوښه وي. 

Leave A Reply

Your email address will not be published.