د کترينې او ديپکا پر سر توره وځړېده

0 721

کترینه کیف او دپیکا پاډوکان کلونه پر بالیووډ راج چلولی او لا یې هم ښایسته څېرو د ډېرو ځوانانو خوبونه حرام کړي دي، خو اوس ښکاري چې د دې دواړو ستورو پر وړاندې ننګونې مخ پر زیاتېدو دي.
اوس په هندي فلم “مام” کې د سجل علي په نامه یوې پاکستانۍ ستورې خپل هنر او ښکلا دواړه نندارې ته وړاندې کړي.
د بالیووډ مبصرین وايي، که دا ځل هندي سخت دریځي له پاکستان سره د خپلو سیاسي مخالفتونو له کبله له دې نجلۍ سره سخت چلند و نه کړي؛ نو ژر به بالیووډ تر اغېز لاندې راولي او د کترینې او دپیکا په ګډون به ټولې هغه ستورې غاړې ته کړي چې کلونه کلونه یې دا سېنما تر راج لاندې وه.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply