بالاخره مادهوري هم حال ووايه

0 1,588

د هندي سېنما د نجونو په اړه خو به تل لولئ چې يوې له يوه سره تار اچولی، د يوه زړه بلې ته تخنېږي، د چا او چا بيا د کوژدې خبرې راپورته، خو بېرته سړې شي، خو اوس تازه د دغې سېنما پخوانۍ مليکې مادهوري په يوه مرکه کې د زړه بوخڅه پرانيستې ده.

دې له يوې هندۍ ټلوېزيوني شبکې سره په خبرو کې د هغه ځوان نوم اخيستی دی چې يو وخت ورپسې بې‌قراره وه.

مادهوري ويلي، هغه مهال چې پر هندي سېنما د دې راج چلېده، زړه يې د هغه مهال د کريکټ متقاعده لوبغاړي سنيل ګواسکر ته تخنېده.

دا هغه وخت د پنځه ويشتو کالو وه، خو ګواسکر د اته څلوېښتو او له کريکټ څخه تقاعد شوی هم و.
ماهودري ويلي، دومره ورپسې بې‌قراره وه چې زيات وخت به يې سترګې پټې کړې، سنيل به يې په خوب ليد.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply