د سنجېدت د نوي فلم ټرېلر زړونه ګټلي

0 625

د هندي سېنما د مشهور فلمي ستوري سنجې‌دت د نومي فلم، بهومي ټرېلر خپور شوی او تر اوسه پورې ميليونونو کسانو کتل او خوښ کړی دی.
دا له زندان څخه تر راوتو وروسته د سنجې‌دت لومړی فلم دی چې دومره مينه‌وال پيدا کوي او خلک يې په بې‌صبري د خپرېدو ورځې ته ګوتې شمېري.

د فلم کيسه د يوه پلار پر ژوند راڅرخې چې د خپلې لور د ساتلو له‌پاره هر ډول قرباني ته تيار دی.
سنجې‌دت په دغه فلم کې تر خپله وسه زيار ايستلی او د ټرېلر ځينې برخې يې حتا بېخي حقيقت ته پاتې کېږي.

د فلم لارښود کار اومنګ کمار وايي، سنجې‌دت د دغه فلم جوړولو پر مهال شهکار کړی دی او دی تمه لري چې پرېمانه مينه‌وال به پيدا کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.