ماهره خطرناک خوبونه ویني

0 532

پاکستانۍ ستورې ماهره خان چې اوس یې هندي سېنما خوله ور خوږه کړې وايي، غواړي په راتلونکي کې د مادهوري په څېر ساړي واغوندي او ډانس وکړي.
ماهره خان رسنیو ته ویلي، ژوند یې له خوږو او ترخو ډک دی، خو اوس یې هر څه له همدې خوږو او ترخو څخه د تجربو تر لاسه کړې پایله ده.

هغې ویلي، انسان ډېر کله په ژوند کې ماتې خوري، خو نه باید زړه وبایلي او هر څه ترې پاتې شي، بلکې مبارزه وکړي او مخکې ولاړ شي.
هغې ویلي، غواړي پر هندي سېنما یې زیات فلمونه وچلېږي او ډېر داسې فلمونه ټولنې ته وړاندې کړي چې د خلکو په زړه کې ځای ونیسي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.