خبر واست چې شاه‌رخ خان مفت فلمونه جوړوي؟

0 1,171

د هندي سېنما پاچا، کینګ خان وايي، له تېرو ۱۵۵ کلونو راهیسې یې له هيڅ یوه فلم جوړوونکي د فلم په سر پيسې نه دي اخیستې.

خان له اپ‌کې عدالت خپرونې سره په خبرو کې ویلي، تل یې پر فلم جوړوونکيو تاکید کړی چې پیسې په فلم مصرف کړي چې زیات لیدونکي ولري، نه دا چې د ده جېبونه پرې ډک کړي.

هغه په خندا خندا ویلي، له همدې کبله شاید یوه ورځ راشي چې ډېر فقیر شي، خو خان دا هم زیاته کړه چې له فلم ور هاخوا په نورو خپرونو او کارونو کې دومره پیسې اخلي چې په شمېرلو يې ستړی وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply