پاکستانۍ رقاصې د خپل پير پايزېب په نېک فال نيولی

0 643

د پاکستان مشهورې نڅاګرې شيبا راني ته د هغې پير يو پايزېب ور دم کړی دی، اوس يې په چپه پښه کې اچولی او په خورا نېک فال يې نيولی دی.

شېبا راني رسنيو ته ويلي دي، دغه پايزېب يوه د سپين زرو کړۍ ده چې پير صاحب يې ورته دم کړې او ورته ويلي يې دي چې که يې دا په چپه پښه کړي، نو خريدار به يې زيات شي او بيا به پر هر سټېج دا رقص کوي.

راني وړاندې ويلي، له کومې ورځې چې يې د پير صاحب پايزېب پښې ته لوېدلی، کاروبار يې کش اخيستی او له داسې ځايونو هم د نڅېدو غوښتنې ورته راځي چې دې يې تمه نه درلوده.

د دې په خبره، ځينې پاکستانۍ نڅاګرې پر سټېج سم رقص نه کوي، خو دا ورسره کينه نه ساتي او ښه‌والی يې دا دی چې په ټول اخلاص د خلکو په مخ کې نڅېږي.

روزنامه سرخط

Leave A Reply