د ۲۰۱۷ ګټندويې فلمي ستورې دا دوه نجونې شوې

0 518

په بالیووډ کې تر ډېره له پیسه‌دارو او غریبو سره اشنا شوئ، نن راځئ په سرخط کې د امریکايي فلمونو تکړه ستورې ایما سټون په اړه ولولئ چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ۲۶ میلیونه ډالرو عاید په لرلو سره په ۲۰۱۷کال کې د نړۍ د تر ټولو ډېر عاید لرونکې هنرمندې په توګه نومول شوې ده.

دې ۲۸ کلنې ستورې په وروستیو کې په هالیووډ کې پر جنسي تبعیض نیوکه وکړه چې په ټوله کې یې په هالیووډ کې د ښځو او نرانو د معاشونو توپیر ته د خلکو پام ور واړاوه.

د امریکا د فوربس مجلې په سږنې خپاره کړي نوم‌لړ کې دویمه ډېره عاید لرونکې هنرمنده جنيفر نیسټون بلل شوې چې په تېرو دوولسو میاشتو کې یې د سوداګریزو اعلانونو له لارې ۲۵،۵ میلیونه ډالره عاید لرلی دی.

هغې ډېر عاید د سمارټ واټر، اوینو سینګار توکو او امارات هوايي شرکتونو ته د اعلانونو له لارې تر لاسه کړي دي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply