په هند کې د دهک دهک نجلۍ په نامه مشهوره مادهوري ډکشت چې اوس یې پر ځوانۍ خزان مخ پر خپرېدو دی، زړه ښه کړی چې اوس بيا فلمونو ته مخه کړي.
مادهوري غواړي اوس په مهراټي ژبه یو فلم جوړ کړي او ښې پیسې پرې مصرف کړي.
مادهوري ویلي، په خپل فلم کې به له ټولو هغو تجربو ګټه پورته کړي چې د ځوانۍ پر مهال یې تر لاسه کړې او د ژوند یوه مهمه برخه یې ده.
مادهوري دا نه دي ویلي چې فلم به یې څه نومېږي، څوک به پهکې کار وکړي او کله به نندارې ته وړاندې شي، خو دومره یې ویلي، هندیان دې په تمه وي.
سرخط ورځپاڼه