امنې د لاليووډ لمن پر سر ور واړوله

0 553

د پاکستانۍ سېنما یا لالیووډ یوه بدبختي دا ده چې هره ستورې او ستوری یې له ماډلنګ څخه ورته راځي. د همداسې ستوريو له ډلې، یوه امنه الیاس ده.

امنې اوس تازه ویلي، د پاکستانۍ سېنما یا لالیووډ د ناکامۍ ستر علت دا دی چې فلمونه یې هيڅ ارزښتونه نه پېژني او ان له همدې کبله خلکو سېنما پرې ايښې او زړه نه ښه کوي دا غیرمعیاري فلمونه له خپلو کورنیو سره یو ځای وګوري.

امنه وايي، ځوان ستوري په دې نه دي چې معیار څه ته وايي، خو بس په دې کش کې دي چې څه ډول پر سکرینونو را څرګند او دوه درې تنه یې وپېژني.
د هغې په خبره، په دوی کې ځينې پیغلې او هلکان داسې شته چې ان یوازې د هوس له‌پاره دې ډګر ته راغلي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.