د هندي سېنما مشهور فلمي ستوری عامر خان چې ترکیې ته د خپل نوي فلم د پرموشن لهپاره په سفر تللی، هلته یوه بله کارنامه کړې.
هغه د میلیونر په نامه یوه خپرونه کې ګډون کړی او په دې سربېره چې خپل ذهانت یې هلته وښود، په لکونو ترکۍ لېرې یې هم وګټلې، خو عامرخان له دې روپو یوه هم وا نه خیسته او ټولې یې په ترکیه کې مېشتو هغو سوریايي کډوالو ته ورکړې چې له جګړې دې هېواد ته کډوال شوي دي.
عامرخان د خپرونې له پروډیوسر څخه وغوښتل چې د ده ګټل شوې پیسې هغه خیریه بنسټ ته ورکړي چې له دې کډوالو سره مرسته کوي.
عامر خان یو اعشاریه اووه میلیونه لېرې ګټلې وې چې ټولې همدې کډوالو ته ورکړل شوې.
سرخط ورځپاڼه