رېز ۳ له پرېمانه بدلونو سره راځي

0 351

د بالیووډ مشهور فلمونه رېز او رېز۲ پخوا نندارې ته وړاندې شوي او ژر به رېز۳۳ هم خلک وویني، خو پوهېږئ چې په رېز۳ فلم کې کوم بدلونونه راغلي دي.
لومړی خو د دې فلم په مرکزي رول کې د سیف علي خان پر ځای دبنګ خان یا سلمان خان ته ورکړل شوی او تر څنګ یې ترې غوښتي چې ۸ کیلو ګرامه وزن کم کړي.

له سلمان خان سره به دا ځل په مرکزي رول کې د دپیکا پر ځای جیکولین وي، همدا ډول به مشهور فلم جوړوونکی عباس مستان د رېز۳ برخه نه وي او ځای یې ریموډیسوزا ته ورکړل شوی دی.

په رېز۳ کې بل لوی بدلون د بوبي‌دېول دی چې په بالیووډ کې به له کلونو ځنډ وروسته را ښکاره شي.
په فلم کې انیل کپور پر خپل ځای پاتې شوی دی، خو د امیشا پټېل په اړه لا تر اوسه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply