سري‌دېوي د زړه د درېدو له امله نه ده مړه شوې

0 701

تر اوسه پورې د هندي سېنما د مشهورې ستورې سري دېوي د مرګ لامل د هغې د زړه درېدل ښوول کېدل، خو کيسه به ډول ښکاري.

په دوبۍ کې د هندوستان کونسلګري ته د سري دېوي د مړینې د لامل په سپارل شوي راپور کې ښکاري چې هغه په تشناب کې د اوبو په ټپ کې ډوبه شوې، ساه يې بنده شوې او مرګ یې یوه پېښه ده.

انډیا ټوډې ورځپاڼه لیکي، د سري دېوي د مړینې راپور ښيي چې هغه په ټپ کې لوېدلې او بیا یې ساه ختلې ده، خو ورځپاڼه لیکي، د شک خبره دا ده چې سري دېوي له مړینې وروسته لوېدلې او که مخکې د اوبو په ټپ کې غورځول شوې ده.

خلیج ټایمز بيا لیکي، د سري دېوي د مړینې په راپور کې د هغې د وینې له معاینې دا هم جوته شوې چې الکول یې هم څښلې و.

تر دې وړاندې رسنیو لیکلي و چې سري دېوي د زړه د حملې له کبله مړه شوې ده.

Leave A Reply