مهرحسن وايي، اوس موسيقي د روح وبا ده

0 458

ماډل او فلمي ستورې مهر حسن وايي، پخوا به موسيقي د روح غذا بلل کېده، خو اوس دا په دې باور شوې ده چې نور نو اوسنۍ موسيقي د روح غذا نه، بلکې د روح له‌پاره په وبا بدله شوې ده.

دې له يوې پاکستانۍ ټلوېزيوني شبکې سره د خبرو پر مهال ويلي دي چې پخوا به له راډيو او ټلوېزيونه د خوندورو، پياوړيو او خوږغږو سندرغاړو سندرې خپرېدې چې روح به يې تازه کاوه، خو وايي، اوس تقريباً ټولې رسنۍ د سندرو په نوم چټيات خپروي.
دا وايي، همدې رسنيو او ټيکنالوجي يو وار پاپ خوندور ميوزيک په رپ بدل کړ او اوس بيا بيا په همدې رپ کې داسې بې‌خونده بدلونونه راوستي چې انسان حيران وي څه نوم ورباندې کښېږدي.

دا وايي، اوس هغه پخوانۍ فلمي سندرې هم نه دي پاتې او زياتو فلمونو ته داسې سندرې انتخابېږي چې انسان يې په اورېدو ځورېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply