کنګنا وايي، لاس يې تور سپي څټلی

0 483

د هند مشهوري فلمي ستورې کنګنا رناوټ چې د رازونو په افشا کولو او بې‌باکه خبرو مشهورو ده، د ځان په اړه يې بيا خوله پرانيستې ده.
ده د ځان او هريتيک روشن د نېمګړې په مينې په اړه غږېدلې.
که څه هم د هریتیک او کنګنا ترمنځ وروستۍ جګړې د خبرونو سرټکي وو، مګر په دې وروستیو کې یو ځل بیا سره خواږه شوي، خو دومره چې یوازې جنګ نه کوي، نور خبره پخوانۍ ده.

کنګنا تازه د هریتیک روشن په اړه په خپله یوه مرکه کې ویلي، له هغه سره یې هیڅ پټه اړیکه نه درلوده، بلکې یوازې دومره چې هریتیک ورسره ډېر دروغجنې وعدې کړې وې.
کنګنا زیاته کړې، په ژوند کې یې د اړیکو جوړولو په برخه کې ډېرې غلطۍ کړې، خو له هریتیک روشن سره په معامله کې یې قسمت بد و او کار یې و نه کړ.

کنګنا د خپل واده په اړه ویلي، اوس هم ورته څو برېتور ځوانان په تمه ناست دي، خو دې یې د خپل ژوند د ملګري په توګه د کوم یوه ټاکلو په اړه لا پرېکړه نه ده کړې.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply