نوازالدين يې هم له ښځې سره وران شو

0 371

د بالیووډ د ستوريو يو بد عادت دا دی چې هر يو یې لږ څه ښه وځلېږي، بس سم له وراه یې له مېرمنې سره ورانه شي او یا يې هم له کومې ستورې سره د مینې کیسې بازار ته راووځي.
په دوی کې یوازېنی کس چې تر اوسه له دې خبرو څنډې ته دی، عامر خان دی.

که څه هم نواز الدین صدیقي تازه د بالیووډ پر اسمان راپورته شوی ستوری دی، مګر عجيب شخصیت لري، تر دې چې ان د ډانس کولو چل هم نه ورځي، د مینې له کیسو خو په عام محضر کې توبه وباسي.

خو پوهېږئ پر هغه تازه تور لګېدلی چې له خپلې مېرمنې سره یې ورانه شوې او ان د هغې ټلېفوني اړیکې یې څارلې دي.

هندوستان ټایمز لیکي، د مهاراشټر او ممبيي پولیسو د نواز الدین صدیقي د هغه د مېرمنې او وکیل رضوان صدیقي په نوم قضیه پرانیستې او ترې یې غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.
تر اوسه خپله دې کسانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پولیس وايي، په دې اړه تر اوسه یوولس تنه نیول شوي هم دي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply