سري دېوي تر مرګ وروسته اتله شوه

0 455

که څه هم د بالیووډ ښکلې او تکړه ستورې سري دېوي دوه میاشتې وړاندې مړه شوه، خو په مور فلم کې یې د ښه کردار پر مخ بېولو له کبله ملي ایوارډ وګاټه.

د هندوستان د حکومت له‌خوا په دوه شپېتم کلني ملي اېوارډ اعلان کې سري دېوې نه وه، خو کله یې چې پر نوم اېوارډ اعلان شو، خاموشي خپره او د ډېرو سترګې له اوښکو ډکې شوې.

همدا ډول یو شمېر نورو هنرمندانو ته هم ملي ایوارډونه ورکړل شوي چې ډېرو یې کار د بالیووډ لپاره کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply