د سونم کپور د واده نغارې ووهل شوې

0 404

دا ځل ښکاري چې سونم کپور واده ته سمه ملا تړلې.
هندي رسنۍ لیکي چې په ممبيي کې د هغې پر کور سینګار پیل شوی او ان ځینې مشهور ډیزاینران هم ور بلل شوي دي.

رسنۍ لیکي، د هغې پر کور رنګارنګ څراغونه، لمپونه او نور ګروپونه لګېدلي چې له وړاندې د واده د خوښۍ زېری ورکوي.

سونم هم په ډاډه زړه ویلي چې راتلونکې میاشت واده کوي او له همدې کبله یې تابياوې چټکې کړې دي.
د راپورونو له مخې د سونم کپور او مشهور ډیزاینر انند اهوجا ترمنځ به د مې میاشتې په اوومه او اتمه نېټه وشي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply