سري دېوي تر مړینې وروسته بل مډال وګاټه

0 330

د هندوستان د فلمي نړۍ دویم ستر مډال دا ځل داسې کسانو ته ورکړل شو چې یوه یې په دې نړۍ نه شته او بل یې یوازې د خپلو زحمتونو پایله ګوري.

سرې دېوي او عرفان خان هغه څوک دي چې سږ کال یې د ۲۰۱۸ ايفا ایوارډ خپل کړ.
دوی دواړو ته د مور او هندي مېډیم فلمونو د بریا له کبله دا ایوارډونه ورکړل شول.
د دې ایوارډ د ورکړې مراسم په تایلېنډ کې جوړ شوي و چې په کې د بالیووډ ډېرو نورو ستوریو هم ګډون کړی و.

که څه هم سرې دېوي نوره په دې نړۍ کې نه شته، خو ایوارډ یې خاوند هوني کپور تر لاسه او د هغې روح ته ډالۍ کړ.
ايفا ایوارډ له شلو کالو راهیسې په بالیووډ کې ستوریو ته ورکول کېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply