سیلاب د وینو را روان دی دتورتم له زړه نه
د خندا مرګ جنازې اخلي د پرتم له زړه نه
نورنو د نوح په شان امید له زړونو ووتلو
شراب بهیږي د خدای کورکې د زمزم له زړه نه
ګوره ستا خپل کورد کفارو میکده شو، یاره ،
څه سپکې سپورې اورم نن ستا د حرم له زړه نه
موزیګی حورې خرڅوي په ابلیسانو دلته
اوښکې په لپو شوې روانې د شبنم له زړه نه
خال به دې یوسي دوحشت لښکرې غم مه کوه
دا تور چې تورکړي په دې توره د صنم له زړه نه
پوهیږې چل یې ما وتاته د وژلو کړي دی
دا آهنګ اورم د دې نوي ډُول د ډَم له زړه نه
رشید
د ۲۰۲۰ دفبروری ۱۴