د پر له پسي و چکا لیو پر مهال په افغانستان کي
د طالبانو د واکمنئ پر مهال ۱۳۷۷
بهــــــاره نـــــــور د چنـــګ او، ترانــــــو سره راځه
د مســــــــــتو ولولــــو ، او د نغمـــــو ســـــــره راځه
قـــــافلـــه د رنګ و بوی، ځـــان ســـــــــــــره راوړه
محـــــــفل ته د رندانو ، خــــــو شبو یو ســـــره راځه
غضــــــب تنده ، راوستی ده په مو نږ بـــــاندی آسمان
راځــــــــې کــه دي دیــــار ته ،بـــــــارانو سره راځه
خمــــــــونه دي تش شوی ، رندان دي شــــونډی وچي
دي ورانـــــــــو میــــکدو ته ، ډک جــــامو سره راځه
نسیم په شــــــــان ور ګډ شه ، په بو ټو د چمــــــن کې
زمونږ د زړونو ښـــــــــــــــــار ته ، نڅیدو سره راځه
ګو ګــــــل کې زړونه مړه دي ، مستي په جا کي نشته
د مړو زړونو لپــــــــــــاره ، غلبلو ســـــــــره ، راځه
بدلون په مونږ کي ، نشته په دروند خوب کې پراته یو
زمونږه دي محفل ته ، هنـــــــــــــــــــګامو سره راځه
خـــــوبونه مو په زړه کي، پریشــانه غوندی بریښـــي
راځـــــــې که دغــه لــــــور ته، تعبیرو سره راځـــــه
عمــــرونه دي کـــــــړیږو ، پـــــــه فراق کي د وطن
د خپـــــل و طن د وصـــــل، پیغــــــــــــاموسره راځه