مرثیه

نعمان دوست

0 49
(ضیاء) یې ړنګ کړ، ضیاء ( ودان) پاتې نشو
(ضیاء) یو ګل و ، خو خندان پاتې نشو
یو څراغ و او جونګړه پرې رڼا وه
خو هغه هم نور روښان پاتې نشو
دغه توره وریځ له کومې خوا نه راغله؟
ډک له ستورو شین اسمان پاتې نشو
(محمده*) جل دې و نه وهي ګرانه
ستا پر سر خو سایبان پاتې نشو
د بې وروره خویندو چیغې مې زړه ریبي
جوړ د هیلو یې جهان پاتې نشو
تور ښاماره وایه څه قلنګ کې در وړو؟
زموږ چم کې خو نور ځوان پاتې نشو
څه په خرپ د ګلابونو لو روان دی
ترې خوندي هیڅ ګلستان پاتې نشو
څه بدرنګ بدرنګ لاسونه در غځیږي
ځار وطنه، ستا ګریوان پاتې نشو
د زړه اور ( نعمان) په خپلو اوښکو وژني
د باران پرې هیڅ احسان پاتې نشو
نعمان دوست
۱۳۹۹، د مرغومي ۲۲مه، نیمه شپه
*د ځوانیمرګ ضیاء ودان یواځنی کوچنی زوی

Leave A Reply

Your email address will not be published.