غزل

بارکوال میاخېل

0 81
څه له قهره ډک بازار دی څه د هر چا سترګې سرې دي
ته وا اور پکې خرڅېږي ته وا وینو ته اسرې دي
دا چې هلته دلته دومره وهي چیغې له وختونو
جوړ د امن پلار پلندر دی د سکون میندې میرې دي
هوس باغ دی د ګلونو چې روحونه معطر کړي
او که هسې یو زندان دی پرې ولاړې سل پېرې دي؟
پکې پاته یو څو تتې د زمان زړې سجدې دي
د هستۍ د جومات واړه نړېدلې منارې دي
لکه مځکه را رسېږي رڼا ښه ډېره ناوخته
تر موږ تاو دي دېوالونه نالیدلې دایرې دي
ده کاختي د مهر و مینې د سلوک وچې چینې دي
دي خوبونه بې ارزښته ارمانونه بې وارې دي
یو ځل نیسي مو تر ګوته بیا مو پرېږدي ماشومان یو
وخت زده کړې پر موږ باندې څه عجبه مسخرې دي
شاعر نه یم بارکواله! امانت خلکو ته سپارم
خوږمن ژوند راته ویلې غوږ کې خپلې څو مسرې دي

Leave A Reply

Your email address will not be published.