کلي کې شور شو

نعمان دوست

0 574
کلي کې شور شو، تابوت یې راوړ
ړنګ د چا کور شو، تابوت یې راوړ
پېغلې ته ګوره، نکریزي توږي
وئ: مخ مې تور شو، تابوت یې راوړ
مورکۍ غورځیږي، راپورته کیږي
اوبه یې زور شو، تابوت یې راوړ
د وریتو غوښو بویونه راغلل
بل په چا اور شو، تابوت یې راوړ
ناوې ته غږ کړئ، خالونه مږده
بخت دې نسکور شو، تابوت یې راوړ
له کټ تاویږي، نظر یې نشته
پلار یې شبکور شو، تابوت یې راوړ
څومره مو مړه کړل، څومره به مړه کړئ
زړه مو ټکور شو؟ تابوت یې راوړ
د وطن مور بیا، سوې ناره کړه
سر مې سرتور شو، تابوت یې راوړ
(نعمانه) ژوند دی، په هدیره کې
دا دی بیا شور شو، تابوت یې راوړ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply