غــــزل

ښکلا سحر

0 416
بیغیرته نه شې خیال کوه پښتونه
سوله و نه کړې خپل سوال کوه پښتونه
جنازې دې جوړوه په جنازه کې
په واده کې هم جنجال کوه پښتونه
ګاونډې نه شکایت کوه مٌلا ته
په مسجد کې غال مغال کوه پښتونه
په خولې وایه چې غوښتونکی د مهدي یم
پیروي د خردجال کوه پښتونه
جنګ سپېڅلی دی عزت پکې قربان کړه
مه پروا د سر او مال کوه پښتونه
د خپل ورور لاسونه وتړه دښمن ته
تجارت په انډیوال کوه پښتونه
د ښــکلا! سر ځیني پرې کړه چې وتاته لاره ښایې
په میدان کې پرې فوټبال کوه پښتونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply