د فرعونانو دا  سره قتلونه د محمد یار یار بغاوتونه

آصف بهاند

0 162

د افغانستان په اوسني سیاسي ادبي بهیر کې محمد یار یار یوه مطرح، سر کښه او نه اېلېدونکې څېره ده.

محمد یار یار

محمد یار یار پر دیارلس سوه شپـږ پنځوسم لمریز کال (۱۳۵۶) زېـږېدلی دی، په کندهار کې پر دیارلس سوه اته اویایم (۱۳۷۸) لمریز کال له البیروني لیسې څخه فارغ شوی دی، لیسانس سند یې د کابل له تعلیم او تربیې پوهنتون څخه پر دیارلس سوه دري نوي (۱۳۹۳) کې تر لاسه کړی دی او ماستري یې بیا د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي پر دیارلس سوه پنځ نوي (۱۳۹۵) کې له پښتو څانگې څخه اخیستې ده.

محمد یار یار خلکو او وطن ته صادق سیاستوال او اور ژبی شاعر دی، تر دې پورې چې د حقایقو په ویلو او لیکلو کې د خپل سر خیال هم نه ساتي.

د دوه زره یوویشتم کال د جنورۍ پر اوه ویشتمه ښاغلي محمد یار یار په خپله فیسبوک پاڼه کې دا شعر خپور کړ:

دو نمبرې

درځـــئ لــمــانــځــه تــه دکـانــدارې ده

مـارکـېـټ پــرانـیـسـتـی سـوداگـــرې ده

لمونځونه ورکړئ! مست غلمان واخلئ!

څــه کــاروبـــار دی! ســودا بـــازې ده

انـتحار ورکـــړئ! اخ! حــورې واخلئ!

بــــې حـــيـــايــې ده، فـحش، عياشې ده

مــلا والله کــه الله تـــه کـــړوپ کـــړې

چې ځـیـره نه وي، فـرض میاشتگې ده

تـاريـاک نجس دي، زکات یې پـاک دی

واه! څـــه مــضــبــوطــه مـسـلـمانې ده

نـشـه حــــرامـــــه نـــصــوار مباح دي

خــولـه کې بـاک نشته شنه مردارې ده

بـــوتــل چــټــل دی دبــــلـــی سپـېڅلی

پـــر بـــام د عــقــل دو نــــمـــبـرې ده

بــنــګ فــقــیــر بــــوټـی د ملنګۍ دی

د جــــام مـــجـــرم تــه جــزا حتمې ده

کــوکــنــار نعمت دی شکر په کار دی

گل و گلـــزار دی د خـــدای هسـتې ده

مـــــلا! طـــالــبـــه! پـــــر بـسـم الله ده

د نـېـښ مــــوسـم دی مـسته روزې ده

حـج و عـمـرې بـه په جم و جوش وي

کش! ښـه پــــه کـش کې قـاچاقبرې ده

مــاجـت په ډار کـې د دوزخ ډوب دی

وهـــم حـــاوي دی، تــــرهــگــرې ده

ده تـــــه روا ده، تــا تــــه بـيــا نــه ده

فــتــوا پــه لاس کـې د هــر چـړي ده

1399/ 10/ 28_ نيمه شپه

ما چې په فیسبوک کې د یار صاحب دا شعر ولوست، نو په کامنت کې مې دا لاندې بیت ورته سمدلاسه ولیکه:

شیخ چې څه وایي، هغه صحیح ده

«یـار» چې ویــلـي، دا کـافــري ده

تر ما مخکې په کامنټ کې ښاغلي لیوال دا بیت ورته لیکلی و:

هر نظم و شعر دې خدایـږو عالي ده

مــــګــــر اعــلـی دې دا شاعـري ده

دا خبره د جدي پاملرنې وړ ده چې له څه مودې را په دېخوا ښاغلي محمدیار یار ډېر اوږد او دروند سکوت مات کړی دی زموږ پر خلکو او ټولنه باندې د حاکم عرف او عقیدې پر خلاف یې یو ډول مريي او ښکاره بغاوت کړی دی:

ــ د ظلم او تیري په مقابل کې بغاوت،

ــ د زړو او غولونکو افکارو او نظریاتو په مقابل کې بغاوت،

ــ د مداري ډوله او تېرایستونکو افرادو په مقابل کې بغاوت،

ــ د ښکاره تیري کونکو په مقابل کې بغاوت،

ــ او… په مقابل کې بغاوت.

دی داسې شعرونه لیکي او انشا کوي یې چې ښايي ده ته د ځینو هغو کسانو له خوا خطر متوجه شي چې ډېر تنگ نظره او لنډپاري دي. زه به دلته د محمد یار یار د کلام دوې بېلگې وړاندې کړم چې بغاوت چغې په کې وهي:

ارغنداو او جهادونه

ووایـــه مـــلا! پـــر شـنـو بــاغـونـو لـمـبې څه وایي؟

دا پــر سُرخــرویـــې د انـــارونــو ایــرې څـه وایي؟

مــا تـــه کــتــاب ولـــولـه مــلا! پــه جـنـت سولو کې

دا د مـــقـــدسـو جـــهـــادونـــو سـورې څــه وایـــي؟

دا چـې ارغـنـداب دې جـهـنـم کـړي د پـنـجاب جنون

ټول مؤمنان وروڼه، زموږ د وروڼو جذبې څه وایي؟

زمـوږ کوډل، غـوجـله او خارګاه خاورې ایـره، ملا!

دلــتــه د قــــرآن د آیــــاتـــونـــو مــعــنـې څـه وایي؟

وسـوځـــه اوبـــه د ارغـــنــداو پـــه شــیــطـاني شعله

مــتــن سـتـا د ټـــولـــو کــتــابــونــو اشـې څـه وایي؟

سـپـر سـپـیـنـږیــري، ښځې، ماشومان، قهرمانې کوه

ایـښـې پـــر تــاخــو د مـسـجـدونــو پـارې څـه وایي؟

وایـي چې اسلام د سولې دیـن دی، ښـایـي وي داسې

مـګـر مــلا سـتـا پــر مـمـبـرونــو غـوسې څه وایي؟

ږیـره، پګړۍ، رخـت او قـلـقـلې دې د مؤمن دي خو

شـا تــه د مــذهـب د حـجـابـونــو څـېـرې څـه وایي؟

کــفــر تـــه دعـــا کــــوه، خــنــدا کــــوه، سلا کــوه

بــریــد پـر مسلمان د تـکــبـیــرونـو نارې څه وایي؟

دا مـنـم بـېـشـکـه مـلا! حـورې ضـرورت دی سـتـا!

امــا سـتـا د کــونـــډو، اولادونــــو ګــلـې څـه وایي؟

۱۳۹۹/۸/۱۰

کــافــر شـعــر

یـــاره پــرېـــږده یـې چې یو شعر ولیکم

لــــږ مـسـلـمـان کـــافــــر یې ډېـر ولیکم

د شـعـر و شــا تـه بـه کــیـسه وي اصلي

دعــا، درود بــــه یـــې بـــرسـېـر ولـیکم

د لفظ په زړه کې به کــړم مارش بغاوت

سـربـاز لـفـظـونـه بـه بـې شـمـېـر ولیکم

سـرود مسره، مسره بـه سـاز کــړم سره

نقش پرې د زړه، تیر به ترې تېر ولـیکم

د مـسـت کــــلام کــــاږه واږه ګـــامــونه

جـــام یـې پــه لاس کې تېـر و بېر ولیکم

خامـکــدوزې بـه کـړم سپـرغۍ پر غزل

د هــوسۍ سـتـرګـې، زړه د شـېـر ولیکم

پــــــه مـــقــــدســـه عــــربـي پــر بـوتـل

“اُشْرَبُـوْا!” ښـه په زور او زېـــر ولـیـکم

اور بــه کــړم ورتـه تاوخانې تــه د روح

ګــرمـاګــرمې بـــه چــار چاپـېـر ولـیــکم

د اشـتـیـاق د ســـرې لـمـبــې پــــر پــاڼـه

د ذوق پــــه زر بـــه زریــن پېـر ولـیـکم

تـه مې نـظر پـر اور ځـیګـر که را تـېــر

زه بـــه یـې سـتـا پــر سـیـنـه تـېـر ولـیکم

لــږ بــــه د خـپـل سـواد سنـد کـړم ثـبوت

خــط بـــه دا ستــا د مــخ په څـېـر ولـیکم

فــراق بــه وبــاسـم د عـشـق لــه قـاموس

مـــړه مــیــنــان ســره کــــوشــېـر ولیکم

لار بــه کـــړي ورکـــه د نـفـرت ترهګر

عشق بـــه لــه ځــان څـخه چاپـېـر ولیکم

مـــلا بـــلا کـــړم پـــه تــکــرار لــېـونی

پــه حــافــظــه کــې بــه یې هـېـر ولـیکم

پـــر زړه بــه سـتـا د مـیـنـې ګــل وکــرم

پــر ګـل بـــه نــوم ستـا د سـرتـېـر ولیکم

د بــغــاوت لــــه تـــقـــاضـــا ســـره سـم

پـــر مـــات تــنــدي بـانـدې دلـېـر ولـیکم

۱۳ قوس ۱۳۹۹- کابل

دا پاسني شعر ته یې ما داسې لیکلي وو:

سلامونه!

خو دا ځل زر ځلي سلام په دې ډول تخلیق او مبارک دې وي دا نوي ترکیبونونه او تاند فکرونه، ما هم په بیړه په افغان جرمن پورتال کې انلاین کړ.انلاین کړ، دا یې لینک دی:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Yar_m_y_de_lmar_sanda.pdf

وروستی شعر یې چې له هر بیت او کلمې نه یې د بغاوت او انتقاد غږونه اورېدل کېـږي، د دوزره یوویشتم کال د جنورۍ پر ۲۶ مه  نېټه خپور شو. دا  یې متن دی:

د خیام خط

انـګـور پـاکه مـېوه ده چې لږ نور سي پسې پاک

تـعـريف یې د کـيـف نـه راځي پـر ژبه د ادراک

مـضـمـون د کـيـفـيـت بـويه تـدريس کړي مقدس

دا ظـرف نـه دی د هـر دلـه، دووس او د نـاپاک

کـه زه اول هـوښـیـار وای ما به لوستی زراعت

هـغـه کې بـه بـيا خـاص مـتـخصص ومه د تاک

خاونـده زما خمـیـر کې خو به نه وي فساد شوی

کـه کومې مـلايـکي پـه گـډ کـړي وي تـاريـاک؟

ملا وو پر ممـبر باندې ړنګ بـنګ و په غـومبر

د تاک ریښه ورکـړې مست په نوم وه د مسواک

پـرفـيـضه جـومـرات دی د بــانــډار و اسـتـغـفـار

نـو زه بـه هـم اوکښه ورته خـولـه کړم په کنياک

خــیــام خـط را لــېــږلـی بــې ســلام و بـې کـلام:

کـيسه هـغـه کـيسه ده د سـاقـي سه پـوخ گـیراک

وطـن کې ضـرورت دی د الـکـولـو فـابريکو ته

نـشه دايـم الـخـمـره کـړئ خـونـخـوره هـولـنـاک

تـه لـږ مـې در تـکـيـه که د سينې پر سروېـږديو

بـدن مـې پـه واک نـه دی در روان یـمـه کاواک

تــه ولـولـه بـاداره پـه تـقـدیـر کې مې ژونـدليک

چـې يـمـه سـتـا پــه خـوښه که پـخـپـله يم بېباک؟

پـه نوم دې د زمـزم مـخ پـر قـبله کړه نوشانوش

بـېـشـکـه ولا يـــاره تـــه سـم وخـــتــې چــالاک‎

1398/ 11/ 2

د پاسني شعر تر خپرېدو وروسته، زما او د یار ترمنځ دا جملې تبادله شوې:«

آصف بهاند:

سلامونه!

دا باده نوشي او دا بغاوت…

محمد یار یار:

سلام استاد محترم! له همېشني لطف نه مو زښته زیاته مننه!

آصف بهاند:

همداسې دې بهاند غواړم، خو پر ځان باندې پام کوه،

ته چې د زمانې د فرعونانو تر ږېرو لاندې په کنیاکو باندې خوله کنگالوې، زه لا دلته ډارېږم،

خدای دې مل سه!

یار:

مننه! سمه ده!

له دې فرعونانو خو هسې هم خلاصی نشته، لږ تر لږه خو زړه تشول هم په کار دی! فضا واقعن بده ډاروونکې ده!

آصف بهاند:

ستاسو خبرې سمې دي، خو په لوی لاس ځان د داړونکي زمري منگولو ته ورکول به هم سم نه وي.

یار:

بالکل دقیقه فرموده ده!»

ما خپله وخت ناوخت د ده د هر شعر د خپرېدو په وخت کې ده ته خپلې د زړه خبرې کړې دي، هغه خبرې مې چې فرید باراني ته لیکلې وې، همداسې یو فکر او خبرې مې ده ته هم په زړه او ککره کې راگرځي چې خدای مه کړه څوک څه ورباندې ونه کړي چې بیا به لاسونه ټکوو او یار به نه لرو او بیا به بې یاره او بې دلداره څنگه د شعر په گوڅو کې گرځوو او څوک به بیا د بغاوت چیغه جگوي؟

د بغاوت دا بېلگه یې هم وگورئ:

د لمر وروستۍ څنډه

سم په بد ځای کې مـیـده- مـیـده تـخـنـېــږم

د ابـلـیـس مـجـلس تـه سـوځـمـه لـمـسـېـږم

مـلا ځـه چې لاس پـه لاس سـام تـــه ورسو

تــر مــا بــد ورتــه تـخـنـېـږې در پوهـېـږم

تــر دا اوسـه خـــو سـیـي ده چې احمـق وم

تر دې وروسته هـیـڅ بادار ته نه ټـیـټـېــږم

طالـب جـانـه! ځه له بل سـړي سر پرې که

زه د خــپـــل درد پــه چـاقـو خپله قـتـلـېـږم

څه ضـرور چې ځان مردار په انتحار کړم

حــــورې دلــتــه را رسـیــږي وررسـېــږم

د ســاړه ذهــــن نــغــري کـې یـم خـام پـاته

د سـیـنې پـــه سـره تـنــور کې دې پـخـېـږم

د خره یخ د خور په خوا کې پروت یخی یم

د عـیـاش حسن و لــمــر تــه دې ویــلــېــږم

تــه دا مــه ګــڼــه چـې ګـوډ نه در رسیـږي

پــر بـدن بـه دې بـې پـښـو ښامار ښـویـېـږم

تـه لــږ صبـر! مـاښـام راشـي اوږه راکـړي

نـخره بـه د سـره غـله غـونـدې در لـوېـــږم

د عـشـاقــو د کـافــر مـذهــب صـلـیـب یـــم

د ګـــرېـــوان پــه ګـلــدره کـې دې ځـړېـږم

د ځــیـــګــر د اولــیــاوو پـــــر دوه قــبــره

د قـــبــــول مــــراد بـــیــرغ یــمـه رپـېــږم

زه سنـګـسار یـــم سـتـا د سـتــرګـو په ډبرو

پـه خـونـبـار د زړه د زخــم کــې ډوبـېـــږم

د چا لـــور و خــور یا ښځې قرضدار نه یم

و مــــثــقــــال ذرةٍ تــــــه مـــــــو درېـــــږم

د وجــــود د بـــلــــخ د زړه آتــشــکــده کـې

اور د عـشـق یــم د زردشـت پــه یـاد بـلېـږم

د خـیـرن خـیـر و خـیرات پـه تـوره شپه کې

زه د شـر آخـــر څــراغ یـــــم چــې لـګـېـږم

د طـغـیـان پــر غــره وروسـتـۍ لـمـبه وهمه

د لـوېـدلي لـمـر وروسـتۍ څـنـډه یــم لـوېـږم

د خـلـقـت خـیـاط کــوږ ووږ وم بـخـۍ کړی

آ نــو دا دی ښـه بـې وخـتـه چـې سـپـخـېـږم

خـدای بـه نـکـړم پـه حساب و کـتـاب ستړی

د بـهـلـول کـچـکـول په لاس کې ورستـنېـږم

زغــرد اغـزی یمه مات – مات یمه و ګل ته

یـار د یــار د زړه پــه زخــم کـې مـاتــېــږم

۱۳۹۹/۹/۲۰

د شپې آخر، کابل

Leave A Reply

Your email address will not be published.