غــــــزل

ښکلا سحر

0 152
هسې بې وخته روژې مه ماتوﺉ
زموږ په منځ کې خاشې مه ماتوﺉ
ټوله فساد دی په زرې موټر کې
د نورو تورې ښيښې مه ماتوﺉ
شېخ که ناڅاپه میکدې ته لاړئ
بوتلان مات کړﺉ پیالې مه ماتوﺉ
بلا مو واخلم وکیلان خو نه یاست
وه ښکلو ډېرې وعدې مه ماتوﺉ
پښتو مو کړې ده د خدایه سره
ملایانو کړې توبې مه ماتوﺉ
غله هم ډېر شوي غریبان هم ګوري
په ښار کې غټې پیسې مه ماتوﺉ
د جــــفاکارو خاطرې مه وایئ
ښکلا! په زړو کې چړې مه ماتوﺉ
Leave A Reply