هیله

زلمی نصرت

187

زړه مې وغـوسـتـل چې ورشم
بـیـرتـه ورشم خـپـل جـانـان تـه

لـــه غـوسـې او غــم نـــه لــرې

د جــانــان نـــام او نــشــان تـــه

د خــپــل کــلــي چـــنـــارو تـــه

هــم دیــرو خــپــلــو حـجـرو تـه
شـیـن چـمـن او شـنـو جـلـگـو ته

د گــــــودر و نـــــنـــــدارو تــــه

زه چـې ورغــلــم وطـــن تــه

د وطــن غــیــږ او لــمــن تـه

زمــا هـیـلـې شـوی نـاهـیـلـې

د زړه وازدې مې شوی ویلې

چـې نــه کـلـی نــه جــانـان و

نـه گـودر، نــه کــوم نـشـان و

چې چـنـار او گودر سوی
چـیـنـې وچې، ویالې وچې

پاس په غرو کې نښترونه

چـا ایـسـتـلي وې لـه بیخه

چې کارغان گرځي باغو کې

شـرمـښـان هـم پـه ډاگــو کې

چې هر خوا ولاړ ټوپکیان دي
غـلـه ښـارو کې حـاکـمـان دي
راتــه ښـکـاري اجـنـبـیـان دي
پـه لـسـتـوڼـو کـې مــاران دي

د چـا لاس کې یو ټوپک دی

د چا لاس کې یو کوتک دی

مـرغـۍ ولـې پــه هـــوا کـې

هـوسـۍ ولې په صـحـرا کې

زه اوس کوم یو لاس ته ورشم

زه اوس چـیـرتـه ځـالـې وکړم

زه اوس چیرته ځان دیره کړم

جـوړ بـنـډار٬‌، جـوړه میله کړم

۰۶.۰۵.۲۰۲۱  ـ  دنمارک

Comments are closed.