غزل

سید اسدالله اسد

194
اشنا می مار چیچلی دی له پړی نه ډاریږی
سپاره د جنګ ډګر کی چی له پلی نه ډاریږی
که غیږه ترینه تاوه کړی بس غبرګ پکی ډوبیږی
دا ځکه لامبوزن د اوبو وړی نه ډاریږی
نږدی چی هدیری ته شی پر ځان چف کړی سورت
اوس دا څنګه ژوندی شو چی له مړی نه ډاریږی
چی جوړ پکی لښکر نشی د ژوند د لیونو
ازاد په دی دنیا کی له تړلی نه ډاریږی
شهید چی شوی ایری شوی بیا په سیند چی شوی لاهو
روښانه دا مغل دی بیا له څلی نه ډاریږی
تر څو چی را ژوندی نشی جذبی د ورورولی
اسد به لکه غل هسی له کلی نه ډاریږی
02/05/21

Comments are closed.