ستا لاسونه مې خوښیږي

نور محمد لاهو

198
ستا لاسونه مې خوښیږي
ستا لاسونه لکه غټې سرې مڼې
د خوږ ښایست او مینې بوی کا
* * * **
ستا د لاس ښایسته ګوتو
لکه دوه مستو پیغلوټو باغوانانو
زما تن باندې یی یو اوړی تودوخه وکرله
* * * * *
او ستا شونډې د انګور د طلايی نیشې په څیر دې
ستا د شونډو پر تازه او سرو بامونو
سل کلن زاړه شراب لکه بَنګړه د تازه لمر
په ګلابونوکې ، رپیږي
* * * * * *
او ستا سترګې لکه تکې تورې پاڼې دیوګل
د زړه په تخت مې لکه ستوري راشنې کیږي
چې دې ګورم
د نرګیسو په ژیړ اور باندې مې درد ،
لکه سکروټه د زاړه پرهر په منځ کې، کنګل کیږي
* * * * **
ستا خبرې مې ښې ایسي
له هرټکي دي په شونډو د سیتار ناره جوړیږي
چې غږیږې
ته به وایې نارینه وو څخه پټه په کیږدۍ کې لویه شوې یوه حوره
د رباب په موسیقۍ کې
په خپل سپين غږ د جنت په خوشبویانو
مینځل شوې تکې شنې سندرې بولي
* * * **
او ستا خوله
لکه تکه سپینه پوڅه
له شیدو د نسترن ده جوړه شوې
ځینې وخت پرې یو ګلاب هم راشین کیږي
* * * *
ستا قامت لکه روانه دنګه ونه دګلونو
له عطرونوسره یوځای
ډلې ډلې پتنګان هم درپسې دي
* * * *
درې جهانه رڼاګانې ستا و جود څخه بهیږي
خلک ستا له ښکلولپو څراغونه وړي خپل کورته
سپوږمۍ ځکه سپينه بریښي
ستادسپينې خولې شیدې یې ماشومتوب کې دي رودلي

Comments are closed.