غزل

سید اسدالله اسد

213
روغ چی په دعا نه شوم نومړبه په ښیرونه شم
تاو چی د انګار لرم بدل په په ایرو نه شم
ته می د ملالی د ټپی اواز ژوندی ساته
مخ می کړه ژوندون ته ربه پاتی بی زلمونه شم
ته په سر چلتار ږده ملا دی کی ثوابونه دی
زه به یو قدم وړاندی له ویاړه د شملو نه شم
خوری می رانه تاوی توری زلفی تور وختونه دی
مست که په دی غم کی د انګورو په اوبو نه شم
زه دستا بچی وطنه اوس داسی ذلیله یم
نه چی درنه ورک دلته غوبل کی د پردو نه شم
ستا دیوال به خام لکه چی دی دغسی پاتی شی
پوخ که لکه خښته په لمبو کی د جګړو نه شم
اخلی رانه سا ه اسده پاس سپوږمی ته وګوره
پوه که یی په راز یاره د سترګو د بڼو نه شم
11/06/2021

Comments are closed.