غزل

ذبیح الله احساس

276
له تيارو ډار نه دی پکار له رڼا تمه زياتي
د ورځې پای شو لکه لمر به درنه ځمه زياتي
که نور مې کرکه يادوي نو څه دليل به لري
ته خو نو غلې شه په تا پسې خو مرمه زياتي
بارانه خپل زړه دې ورېږې او که نه ورېږې
خو زه د هيلو للمه نوره نه کرمه زياتي
ستا په راتګ مې موجوديت حس کړ، چې زه هم شته يم
کنه د وخت له دې مجلسه پاڅېدمه زياتي
په يو خواږه سلام مې هر هر ځای پرې ايښی و اف
ايسته کوه يې زړه مې بېرته ټولومه زياتي
د ميزان ۲۰مه، ۱۴۰۰لمريز

Comments are closed.