غزل

ښکلا سحر

401
منم چې زه لایقه د مــسیج د ځـــــــــواب نه یم
بس دومره راته ولیکه سودا مې ده چې ښه یم
دا ته به لا تر کله د وطن نه مسافر یې؟
دا زه به دې تر کله پورې ناسته په نامه یم؟
تر څو به ته زما په تمه لاس تر زنه ناست یې
تر څو به زه دا ستا په تمه سر په زنګانه یم
چې ته بیرته راځې زه به څلور واره شم کونډه
چې ته بیرته راځې زه به پنځه وارې واده یم
ښـکلا! د دروازې له شا څو غږه وکړه څوک یې؟
هغه ګونګ شو چپ روان شو ویې نه ویل چې زه یم

Comments are closed.